د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکاریو کروندګر وایي د خلکو اقتصادي کمزورتیا د دوی مارکیټ خراب کړی


په ننګرهار کې د ترکاریو یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال یې د محصولاتو مارکیټ کمزوری او عمده علت یې د دوی په ويناء دا دی چې په کابل کې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی او له ننګرهار څخه د ورتلوونکو محصولاتو د پیرولو توان د پخوا په څیر نه لري.

د ننګرهار د سره رود په ولسوالۍ کې یو بزګر وايي، چې سږ کال دوی هغومره ګټه نده کړې چې پخوا به یې کوله.

دا بزګر چې عبدالخالق نومیږي وايي، په شاوخوا پنځه جریبه ځمکه کې نوش پیاز کرلي دي او وايي، کابل ته نوش پیاز او نور سبزیجات وړي، خو هلته يې خلک په ښه نه نرخ نه اخلي.

عبدالخالق وايي:"ما په پنځه جریبه ځمکه نوش پیاز کرلي دي، کله يې چې خیشاوه او هر څه وکړو بیا يې اوباسو او وړو يې کابل ته، کابل کې چې هر رقم مارکیټ وي خرڅو يې، سږ کال بیخي هیڅ هم نه و، ترکارۍ بیخي پیسې ونه کړې، کابل ته چې ځو کابل خلک شکایت کوي چې پیسې نشته په څه به يې واخلو."

هغه وايي، یو من نوش پیاز اوسمهال په اتیا او یا هم سل افغانیو پلورل کېږي، چې دا تر ټولو ټیټ نرخ دی او په خبره يې، چې دهقان کوم لګښتونه کړي وي هغه هم بیرته نه پوره کوي.

عبدالخالق همدازار وايي، د اوبو نه شتون، د کیمیاوي سرو او تخمونو کم کیفیت هغه نور مشکلات دي چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي.

هغه وايي، د پسرلي په تېرېدو سره سره رود کې اوبه ختمېږي، چې بیا يې ټول فصلونه له تندي سوزي.

هغه وايي، که اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرې او د امراضو په مقابل کې درمل ورکړل شي نو د فصلونو حاصلات به يې هر مهال ښه او د دهقان د خوښۍ وړ وي.

عبدالخالق امریکاغږ ته وویل: "نه موسسې راغلي او نه چا سره چا کومک کړی دی."

دی وايي، ځمکه يې له شاو خوا ۳۰ راهیسي په اجاره نیولې او کال دولس میاشتې په همدې کروندو کې په کر کیله بوخت وی.

سره رود د ننګرهار یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې همدا تېر کال په زیات شمېر کې کروندګرو پکې کوکنار کرلي وو او د تریاکو په تولید کې يې ځانګړی ځای درلود.

XS
SM
MD
LG