د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ موندلو هڅې


نړیوال مالي شرکت (IFC) وايي چې له افغان حکومت او خصوصي سکتور سره په همکارۍ به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره لس نوي مارکیټونه تشخیص کړي.

دغه شرکت چې د نړیوال بانک غړیتوب هم لري وايي دا اقدام به په نړیوال مارکیټ کې د افغانستان د سیالۍ، کارموندنې او اقتصادي ودې لامل شي.

دغه مالي بنسټ د پنجشنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۴) په یو بیان کې ویلي: "د دې کار اصلي تمرکز دا دی، چې د حکومت د کرنیزې سوداګرۍ له څو کلن کاري پلان سره همغږي لري، د کرنیزې سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره په ځانګړي ډول د وچو او تازه میوو او سبو لپاره یوه ستراتیژي تدوین شي".

په بیان کې راغلي چې د افغانستان د صادراتو صنعت په ۲۰۱۹ کې د کروناویروس د وبا له امله سخت ځپل شوی دی او د دغې وبا د منفي اغیزو راکمول او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره د یوې تلپاتې لار نقشې جوړول د دغه پروګرام نورې موخې دي.

د نړیوال مالي شرکت د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۸ په پرتله په ۲۰۱۹ کې د افغانستان په صادراتو کې یو میلیارد ډالره زیاتوالی راغلی و، خو په ۲۰۲۰ کې د کرونا وبا له امله د افغانستان څه باندې ۶۰ سلنه صادراتي شرکتونه تړل شوي و یا یې فعالیتونه محدود شوي و.

همداشان د یوې سروې په اساس د افغانستان د ۸۸ سلنې صادراتي شرکتونو د محصولاتو په پلورلو کې ۶۱سلنه کموالی راغلی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني وايي چې د دغه هېواد په صادراتو کې زیاتوالی د افغان حکومت له لومړیتوبنو څخه دی او د دغه پروګرام تطبیق به نړیوالو مارکیټونو ته د اسانه لاسرسي او پانګې راجلبولو لامل شي.

ښاغلی غوریاني وايي: "د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ټولو شریکانو سره په همغږۍ په بریالیتوب سره د دغې پروژې په عملي کولو کې ژمن دی... سیمه‌ییز او نړیوال پراخ مارکیټونه د نوې پانګې د جذبولو او د هېواد د اقتصاد په ښه‌والي کې د چټکتیا لامل کېږيح.

په اوس وخت کې د افغانستان څه باندې ۹۰سلنه کرنیز محصولات هند، پاکستان او ایران ته صادرېږي چې د افغان چارواکو په وینا د مارکیټونو محدودیت د کمې ګټې او د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې د خنډ لامل کېږي.

نړیوال مالي شرکت وايي چې د افغانستان د صادراتو لپاره د نویو مارکیټونو موندل افغان سوداګرو ته دا فرصت برابروي ترڅو د محصولاتو بسته‌بندي او دغه راز د خوراکي موادو د خوندیتوب سټنډرډونه په پام کې ونیسي او په اساس یې خپل صادرات وکړي.

XS
SM
MD
LG