د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په پارلمان کې د فاټا اصلاحات د اجنډې ولې لري شول؟


د پاکستان د قبایلي سیمو غړي هغه وخت د احتجاج په توگه د پارلمان نه ووتل چې پارلمان یو ځلې بیا د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په هکله خبرې له اجنډا نه لرې کړې.

په پاکستان کې د تیرو څو کلونو راهیسې د قبایلو لخوا په دغه سیمو کې د انگریز د وخت د قوانینو د ختمولو او د قانوني اصلاحاتو غوښتنې کیږي. په دغه لړ کې د ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزی او د جمعیت علما اسلام د گوند مشر مولانه فضل الرحمن هغه مشران دي چې د قبایلي سیمو د پښتونخوا سره د یوځای کیدو د غوښتنې مخالفت کوي.

د قبایلو د حقونو لپاره فعال محسن داوړ چې د قبایلي سیمو د پښتونخوا سره د یوځاې کیدو لپاره مبارزه کوي وایي چې ښاغلی اڅکزی او مولانا فضل الرحمن دومره بانفوذ نه دي چې د هغوي له وجې د قبایلي سیمو په هکله فیصله وځنډیږي.

هغه امریکاغږ ته وویل "د پاکستان حاکم یعنی د مسلم لیگ (ن) گوند په قبایلي سیمو کې د قانوني اصلاحاتو په هکله زړه نا زړه دی او د پاکستان ادارې هم نه غواړي چې اصلاحات راشي."

د ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکري په پرله پسې توگه دا ویلي دي چې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه قبایل دا حق لري چې هر ډول فیصله وکړي او باید په دی مسله ټولپوښتنه وشي.

ښاغلی داوړ وایي چې د قبایلو استاځي په پارلیمان کې موجودي دي او هغوي خپله رایې ورکړیده. نو د هغه په قول بیا ټولپوښتنې ته هیڅ ضرورت نشته.

اکثره قبایل د پاکستان په حاکم گوند په مسلم لیگ نون دا تور لگوي چې په قبایلی سېمو کې اصلاحات راوستل نه غواړي. د مسلم لیگ گوند بلوچستان ویاند جان محمد اڅکزی دغه تورونه ردوي او وایي چې دا د پاکستان په تاریخ کې لمړنی ځل دی چې د پاکستان په قبایلي سمیو کې د قانوني اصلاحاتو خبرې کیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل "په تیرو ٧٠ کلونو کې په لمړني ځل د فاټا د اصلاحاتو خبره زمونږ حکومت کړیده. په دی هکله مونږ ډیرې جرگې کړیدي او لا رواني دي. زه دا فکر نه کوم چې مونږ ناوخته یو، یوه دیموکراتیکه پراسه وخت اخلي خو مونږ ژمن یو چې په څو ورځو، اونیو کې به مونږ اصلاحات کوو. مونږ کوښښ کوو چې د ٢٠١٨ کال د انتخاباتو نه هم مخکې دا کار وکړو."

د یادونې وړ ده چې د قبایلي اصلاحاتو په هکله په پېښور کې د افغانستان استاځي جنرال محمد معین مرستیال د چارشنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل چې افغانستان په دی هکله کوم اعتراضونه نلري خو باید د قبایلو راې واخیستل شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG