د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي وزیرستان کې یو ځلې بیا ولې پوځي عملیات کیږي؟


د پاکستان پوځ د نومبر په دوهمه اونۍ کې په جنوبي وزیرستان کې یو ځلې بیا پوځي عملیات شروع کړیدي چې په نتیجه کې یې په سلگونو تنه بیکوره شویدي.

د پاکستان دې نیشن ورځپاڼه په یوې مقالې کې لیکلې دي چې د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې په ناڅاپې ډول عملیات شروع کړل او په سلگونو تنه اوسیدونکو ته یې امر وکړ چې د کورونو نه ووځي. دغه قبایل بیا مجبوره شول چې دوه ورځې او شپې پیاده لاره ووهې تر څو د خیبر پښتونخوا بنو ښار ته راورسیږي.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسره نورین نصیر امریکا غږ ته وویل چې قبایلي سیمه پوځ بیخي نظامي کړیده. هغه وایي چې افغانستان او هند په وروستیو کې یو بل ته نژدی شویدي او دا د پاکستان ادارې سختې په غوسه کوي. هغې وویل چې اوسني پوځي عملیات څرگندوي چې په دغه سیمې کې یو بل سوړ جنگ شروع شویدی.

اغلې نصیر وایي "پاکستان امریکا ته ویلي چې د ترهگرو ډلو په خلاف به د امریکا سره مرسته وکړي. د جنوبي وزیرستان دغه عملیات او د خلکو بیکوره کیدل هم په هغه وجه کیږي. پاکستان اوس هم د ترهگرو ډلو ختمول نه غواړي. دا ډول عملیات د امریکا د خوشحالولو او د نورو مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کیږي."

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې عملیات په داسې حال کې شروع کړیدي چې امریکا په پاکستان فشار راوستی چې د حقاني د شبکې په ضد اقدامات وکړي.

د قبایلي چارو کارپوه او مدني فعال محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې نړیوال سیاست بدلیږي خو د قبایلي سیمو د اوسیدونکو لپاره هیڅ څه ندي بدل شوي. هغوي د پوځي عملیاتو نه مخکې د ترهگرو د مظالمو سره مخ و او اوس د پوځ د عملیاتو د شروع کیدو نه وروسته د نورو کړاونو سره مخ دي. "په قبایلي سیمو کې ملکي حکومت خپل ټول واک پوځ ته پرښودی دی او هلته چې حکومت څه کوي هغه د پوځ په امر کوي."

هر څو د پاکستان پوځ په دغه سیمه کې د یوې لسیزې نه د زیات وخت راهیسې عملیات کوي خو تراوسه پورې چې په پاکستان کې د طالبانو د ډلې او یا هم د حقاني ډلې کوم مشران وژل شویدي نو هغه اکثره د امریکا ډرون په نښه کړي وي. ښاغلی داوړ وایي "د پاکستان د پوځ عملیات داسې کوم مثبت نتایج نه لري چې هغوي یې نړۍ ته وښیي. د پاکستان پوځ تراوسه پورې د طالبانو یو مهم قوماندان یا مشر ندی په نښه کړی."

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه خان چې یو متقاعد پوځي دی، امریکا غږ ته وویل چې په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو هدف هغه ترهگر چې د افغانستان او شمالي وزیرستان نه په دغه سیمه کې پټ شویدي، ختمول دي. "پاکستان د ترهگرۍ په ضد په دی جنگ کې ډیرې قربانۍ ورکړیدي. اوس دغه جنگ په اخیرې پړاو کې دی. ډیر ژر به هغه ترهگر چې د افغانستان نه راځي او غواړي دلته حملې وکړي، هم ناکامه شي."

هغه خلک چې بیکوره شویدي هغوي د ډیرو سختو مشکلاتو سره مخ دي. د پاکستان حکومت چې د قبایلي سیمو د بیکوره شوو خلکو لپاره کوم کمپونه لگولي وو. هغه اوس ډیر زاړه شویدي او په دې سړه هوا کې هلته اوسیدل ډیر گران کار دی. زیاتره بیکوره شوي خلک په دی انتظار دي چې خپلو کورونو ته بیرته ولیږل شي. ښاغلی داوړ وایي چې "په قبایلي سیمو کې چې څه روان دي د هغې نه څوک ځکه نه خبریږي چې پوځ معلومات کنټرولوي. نړیوال او ځايي رسنۍ یواځې هغه سیمو ته تللې شي چې د پاکستان پوځ یې بوځي."

شاوخوا لس کاله پخوا د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د راه راست په نوم عملیات شروع کړي و او روان کال د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي اوس بیرته خپلو کورونو ته تللی شي.خو د نومبر په دوهمه اونۍ د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کی یو ځل بیا پوځي عملیات شروع کړل.

د یادونې وړ ده چې د نومبر په ١٥ نیټه په جنوبي وزیرستان کې د نذیر ډلې مشر د سیمې اوسیدونکو ته یو یاداښت ورکړیدی چې په دغه سیمه کې به په ودونو کې په سازونو او داسې نور د شرعیت ضد کارونو باندې بندیز وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG