د لاس رسي وړ اتصالات

په قبایلو کې د نجونو ۱۱۰۰ ښوونځي وران او ویجاړ شوي


پاکستان پوځي په قبایلو کې عملیات پيل کړل چې سلګونه زره خلک بې کوره شول
پاکستان پوځي په قبایلو کې عملیات پيل کړل چې سلګونه زره خلک بې کوره شول

په قبایلو کې د روانو جنګ جګړو او د پاکستان د پوځ عملیاتو د نورو برخو تر څنګ تعلیم او تعلیمي ادارو ته هم لوی زیان رسولی دی.

د پاکستان حکومت وايي د تېرو څو کلونو تاوتریخوالي قبایلو کې د نجونو ۱۱۰۰ ښوونځي یا په بشپړ ډول او یا هم سربېرن ویجاړ کړي او وران کړي دي. د دغو ښوونځیو سلګونه یې لا هم هماغسې وران ویجاړ پاتې دي، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې ۹۰۰ یې بېرته رغولي دي.

د پوهنې د برخې فعالان او کارپوهان د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې دا ښوونځي دې ژر تر ژره ورغوي. د پوهنې د چارو یو فعال آی اچ نیار امریکا غږ اردو څانګې ته وویل چې طالبانو ډېر دا ښوونځي او تعلیمي ادارې سوځولي دي.

دی وايي سره له دې چې ځینې ښوونځي له سره رغول شوي خو دا ډېره ستونزمنه ده چې زده کوونکو ته په دغو ښوونځیو کې د اینده لپاره نوې هېلې ورکړل شي.

ښاغلی نایار وايي"دا مهمه ده چې قبایلي ځوانانو او په خاص ډول نجونو ته د ښوونځي دروازې پرانیستل شي چې د نورو وګړو په څېرو دوی هم په خپل ژوند کې پرمختګ وکړي. حکومت باید خپل ټول امکانات وکاروي او ښوونځي له سره ورغوي".

معلومه نه ده چې د دغو ښوونځیو په ورانېدو څومره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. د پاکستان پوځ ظاهرآ د اورپکو د شړلو لپاره په قبایلو کې عملیات پیل کړل چې سلګونه زره خلک بې کوره شول او له سیمې وتښتېدل.

امریکا قبایل د اورپکو مهم مرکز بولي، ویل کیږي چې دغلته د افغان او پاکستاني طالبانو، القاعده او نورو اورپکو ډلو مرکزونه دي او غړي یې هم همدلته پټ دي.

خیبر پښتونخوا

د راپورونو له مخې ډېر ویجاړ شوي او وران شوي ښوونځي په هغو سیمو کې دي چې په یو ډول نه یو ډول د خیبر پښتونخوا ایالت پورې تړلې بلل کیږي.

د پاکستان مشهوره انګلیسي ورځپاڼه ډان وايي چې د خیبر پښتونخوا د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ،په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې یې ۵۸ ښوونځيو ته نه ځي. د یوې تعلیمې ادارې الیف الین د احصایې له مخې په خیبر پښتونخوا کې ۴۸ فیصده ابتدايي او متوسطه ښوونځي مناسبې ودانۍ نلري.

ملګري ملتونه وايي پاکستان د تعلیم په برخه کې خپلو ټاکل شوي هدفونو ته د رسېدو لپاره، ۵۰ کاله په ابتدايي او ۶۰ کاله په متوسطه ښوونځیو کې شاته پاتې دي.

همدغه راز د پاکستان په لېرو پرتو سیمو کې ۱۴ فیصده نجونې او ۶۴ هلکان لوستي دي او شاوخوا اووه میلیونه پاکستاني ماشومان او ځلمیان ښوونځیو ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG