د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانۍ افغانه کډواله فاطمه پیمان، په استرالیا کې سناتوره ټاکل شوې


فاطمه پیمان
فاطمه پیمان

فاطمه پیمان، چې کلونه وړاندې د خپلې کورنۍ سره افغانستان نه استرالیا ته کډه شوې وه، نن د جون په ۲۰مه (غبرګولي ۳۰) د استرالیا د سنا مجلس غړې په توګه وټاکل شوه.

میرمن پیمان په خپله فیسبوک پاڼه په ټاکنو کې د خپل بریالیتوب په هکله لیکلي او ویلي یې دي چې د سناتورې په توګه ټاکل شوې ده.

۲۷ کلنه فاطمه کله چې اته کلنه وه د خپلې کورنۍ سره استرالیا ته پناه یوړه. پلار یې په لومړیو کلونو کې د آشپز‌، امنیتي ساتونکي او ټکسي چلوونکي په توګه کار کاوه او مور یې د موټر چلولو یو کورس درلود.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز، په یو ټویټ میرمن پیمان ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

میرمن پیمان د "متحده کارګرانو په اتحادیه" کې د منتظمې په توګه دنده پیل کړه او وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پلار ومړ، هوډ یې وکړ چې د استرالیا د کارګرانو استازیتوب وکړي.

هغه د استرالیا د کارګر ګوند د غړې په توګه د ښځو او ځوانانو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره کار کوي.

دغه پخوانۍ افغانه مهاجره چې اوس د استرالیا تابعیت لري پداسې حال کې دغه مقام ته ورسیدله چې د طالبانو حکومت په تیر اګست کې پر افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو وروسته لا هم د افغان نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې تړلي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو او د بشري او ښځو د حقونو د نورو سازمانونو په ګډون نړیواله ټولنه له دغې ډلې څخه په وار وار غوښتي چې نجونې او ښځې د زده کړو او کار کولو له حق څخه محرومې نکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو او ښځو د زده کړو په اړوند د طالبانو اوسني سیاستونه له تبعیض ډک، ناعادلانه او د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي او د بشري حقونو د څار سازمان پر افغانستان باندې د طالبانو شاوخوا لس میاشتنۍ واکمني د نجونو د زده کړو له پلوه ددې هیواد تیاره دوران ګڼلی دی.

د نړۍ هیوادونو تر اوسه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند او د پخواني حکومت د کارکوونکو او پخوانیو پوځیانو په وړاندې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د تورونو په وجه د طالبانو د حکومت له رسمیت پیژندلو ډډه کړې ده.

د طالبانو ډله چې ادعا کوي اوسمهال نجونو ته د زده کړو شرایط برابر ندي پخپله پخوانۍ واکمنۍ کې یې ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱، ښځې په پراخه توګه د کار او تحصیل له حق څخه محرومې کړې وې.

XS
SM
MD
LG