د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی دې پای ته ورسیږي


د بخښنې نړیوال سازمان په یو شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو کړېدلو ته په اشارې ویلي چې باید د دغو کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی او د دوی د بشري حقونو پامالېدل پای ته ورسیږي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ جون ۲۰مه ( غبرګولې ۳۰) د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان کډوال په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، مالیزیا او ترکیه کې د نړیوالو قوانینو په اساس له خپلو حقوقو څخه برخمن نه دي.

په راغه راپور کې راغلي: "هغوی همدارنګه وحشت، تاوتریخوالي، بد چلند او ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي. هغوی له تبعیض سره مخ دي او لومړنیو خدماتو لکه زده کړه، کار، هویت او د مسافرۍ اسنادو ته د لاس رسي لپاره مبارزه کوي. تر ټولو بده دا چې په خپل سر نیونو، مجازات او اجباري اخراج سره مخ کیږي."

یاد سازمان ټينګار کړی دی چې د افغان کډوالو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکې پېښې او د بشري حقونو څخه جدي سرغړونې "وېره او وحشت" لري او د دغه ډول وحشتناک چلند سره سره زیات هیوادونه له دغه سترو کړاونو څخه سترګې پټوي.

افغان پناه غوښتونکي
افغان پناه غوښتونکي

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس، د کډوالو حقوق د بشر اساسي حقوق دي او کډوالو ۱۹۵۱ کنوانسیون او د ۱۹۶۷ پروتوکول د کډالو له حقوقو څخه ملاتړ کوي چې په هغه کې د روښانه دلایلو پرته د ایستلو حق. د کار، ځای، زده کړو حقوق، بشري مرستې، د مذهب آزادي، عدلي مرکزونو ته لاس رسی، د تګ راتګ آزادي او د سفر لپاره د پېژندنې اسناد لرل هم شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو کړکېچ په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو اوږد مهاله ناوړه وضعیت بللی او ویلي یې دي چې اوس مهال څه باندې شپږ میلیونه افغانان د جګړو، تاوتریخوالي او فقر له امله له خپلو کورونو او هیواد څخه بې ځایه شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو ستونزه د نړۍ د مهاجرت اوږدمهاله او ستر وضعیت ګڼلی او ویلي یې دي چې څه دپاسه شپږ میلیون افغانان د شخړو، تاوتریخوالي او فقر په وجه د خپلو کورونو او هیواد څخه بیځایه شوي دي چې ددې ۳.۵ داخلي بیځایه شوي دي او ۲.۶ میلیون افغان مهاجر د نړۍ په هیوادونو کې راجستر او ثبت شوي دي چې ددې جملې څخه ۲.۲ میلیون یې یواځې په پاکستان او ایران کې ثبت شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد څخه د کډوالو بهیر نور هم زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي: "ددغه وضعیت اغېز په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو باندې د اندېښنې وړ دی چې د تازه بې ځایه شوو افغانانو ۸۰ سلنه جوړوي. هغوی د خپل کورونو پرېښودو له آمله د رواني او ټولنییز فشارونو، جنسیتي تبعیض او نورو زیانونو سره مخ دي."

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې هېوادونه باید پر خپلو ژمنو ودريږي او د کډوالو او بېځایه شوو وګړو د ژوند، کار او نورو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

دغه سازمان له دولتونو څخه د ۱۹۵۱ د کډوالو کنوانسیون او۱۹۶۷ پروتوکول د تصویب غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه د ټولو کسانو په امن ایستلو لپاره چې د طالبانو او نورو ډلو لخوا هدف ګرځول شوي لازم اقدامات وشي چې په دې کې د سرحدونو پرانیستل، د وېزې اخیستلو د چارو چټکول، او د کډوالو د تخلیې، ځای پر ځای کېدنې او بیا مېشتېدنې څخه ملاتړ شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې په زور د افغان کډوالو ایستل ژر تر ژره پای ته ورسوي او په هېواد کې د وضعیت تر سمېدو پورې دې انتظار وکړي.

همدارنګه یاد سازمان له دولتونو څخه غوښتي چې ټولو افغانانو ته د پناه غوښتلو یو روښانه، شفاف او اغېزمن سیستم برابر کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي هغه سختۍ چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي، دا د هغوی د غږ اورېدو او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع لپاره د هغوی ملاتړ څرګندوي.

XS
SM
MD
LG