د لاس رسي وړ اتصالات

ایف بي آی په هیلري کلنټن د الزام لګولو مشوره ورنکړه


د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره یا ایف بي آی وایي چې د بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې هیلري کلنټن لخوا د رسمي کارونو لپاره د شخصي ایمیل د کارولو په هکله د هر اړخیزو تحقیقاتو نه داسې معلومیږي چې په هغې کوم الزام نشی لګیدلی.

د ایف بي آی مشر جیمز کومې د تحقیقاتو نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو په پخوانۍ وزیري چې اوس د دیموکرات د ګوند لخوا د جمهوري ریاست د مقام لپاره احتمالي کاندیده ده، د الزام لګولو مشوره نه ورکوي.

په تحقیقاتو کې دا څرګنده شویده چې میرمن کلنټن او کارکوونکو یې د محرمو معلوماتو په برخې کې بې غوري او بې احتیاطي کړیده او داسې نښې هم لیدل شوي چې ښایي سرغړاونه وګڼل شي.

د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر جیمز کومي وایي چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د خپل شخصي او کاري ایمیلونو لپاره د څو بیلا بیلو سرورونو او موبایل ټیلېفونونو نه کار اخیستی. ایف بي آی ټول هغه دیرش زره ایمیلونه لوستي دي چې د تحقیقاتو لاندې دي.
سره لدې چې میرمن کلنټن تل پخپلې دفاع کې ویل چې په شخصي سرور ورته داسې ایملیونه ندي راغلي او نه یې لیږلي دي چې حساس او محرم معلومات پکې و خو ښاغلی کومي وایي د ۱۱۰ ایمیلونو د جملې نه دوه پنځوس یې داسې و چې محرم معلومات پکې و چې ځیني دا معلومات حتی سري هم و. کومي خبریالانو ته وویل چې په تحقیقاتو کې دا معلومه شوه چې دا کار قصدي نه و شوی.

" څارنوالانو مخکې د دې نه چې د الزام د لګولو په هکله پریکړه وکړي، څو عوامل یې په نظر کې نیولي دي چې ټول یې ښکاره مسایل دي. یو مثال یې دا دی چې شواهد څومره قوي و او دا کار د کوم نیت له مخې شویدی. مونږ چې د کومو پخوانیو حساسو او محرمو معلوماتو په هکله معلومات وکړل، هیڅ داسې قضیه مو پیدا نه کړه چې د دغو عواملو او حقایقو پر اساس دې په کوم چا الزام لګیدلی وي. "

د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا ایف بي آی مشر جیمز کومي همدارنګه وویل د دې امکان شته چې ځینو کسانو به ښایي د میرمن کلنټن ایملونو ته لاسرسی پیدا کړی وي ځکه چې هغې د شخصي سرور نه ډیره ګټه د امریکا نه بهر په نورو هیوادونو کې کار اخیستی دی.

د ایف بي آی د ادارې د دې اعلان نه وروسته ښایي چې د جمهوري ریاست د مقام لپاره د میرمن کلنټن د اوږو بار یو څه کم کړي خو دا چې هغې د حساسو او محرمو معلوماتو په هکله د بې غورۍ او بې احتیاطۍ نه کار اخیستی، ښایي چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید ډانلډ ټرمپ لپاره به د انتقاد کولو لپاره یو ښه فرصت په لاس ورکړي.

د امریکا د عدلیې وزارت هم ویلي دي چې د تحقیقاتو د فدرالي ادراې پریکړه د هغوي لپاره د منلو وړ ده ځکه چې پداسې حساسو مسایلو کې نهایي پریکړه همدا وزارت کوي.

‍د هیلري کلنټن انتخاباتي ټیم د ایف بي آی پدې اعلان خوښي څرګنده کړې او په یوې اعلامیې کې یې ویلي دي چې " مونږ پدې خوښ یو چې دا مسله حل شوه."

په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید او د میرمن کلنټن سیال ډانلډ ټرمپ په یوې اعلامیې کې د امریکا په نظام یو ځل بیا انتقاد کړی او هغه یې د " درغلیو" نه ډک ګنلی.

ټرمپ په اعلامیې کې ویلي دي چې " د امریکا نظام د عامو امریکایانو سره یو ډول او د هیلري کلنټن سره د بل ډولو اصولو له مخې چلند کوي. "

ډانلډ ټرمپ پخوا ویلي و چې د دې جنجالي مسلې له وجې پکار ده چې هیلري کلنټن د جمهوري ریاست د مقام لپاره د کاندید کیدو لیاقت ونلري.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د جمهوري ریاست د مقام لپاره د دیموکرات د ګوند احتمالې کاندیدې هیلري کلنټن بیا ویلي دي " غوښتل یې چې د شخصي مسایلو په هکله اړیکې یې مصؤنې وي او په همدې خاطر یې د شخصي کمپیوټر او شخصي ایمیل نه کار اخیسته. "خو کارپوهان وایي چې دغه شان سرورونه د حکومتي سرورونو په پرتله ډیر مصؤنه ندي.

XS
SM
MD
LG