د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی اروپا ته ځي، د فوټبال پر نجونو د جنسي ځورونې ادعاوي څېړي


د افغانستان لویې څارنوالۍ اروپا ته د یو تحقیقاتي پلاوي د استولو اعلان کړی دی.

دغه پلاوی به د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټیم د "جنسي ازار او تیریو" په اړه د څیړنو د بشپړولو په مقصد څو اروپایي هیوادونو ته لاړ ځي.

د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ (سلواغې ٧) خبربالانو ته وویل چې ددې ادارې د هیات پلټنې دننه په هیواد کې تر یوه حده بشپړې شوي دي.

ښاغلي رسولي وویل "اړتیا ده چې د مدارکو، اسنادو، شواهدو د ترلاسه کولو او د افرادو او بنسټونو سره د مخامخ مرکو د ترسره کولو لپاره چې د تحقیقاتو د پروسې لپاره اړین دي یو پلاوی له هیواد بهر سفر وکړي."

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل هڅه کوي چې د دیپلوماتیکو لارو چارو ددغه پلاوي سفر ته زمینه برابره شي.

ښاغلي جمشیدي همداشان زیاته کړه چې د فوټبال د فدراسیون د مرستیال رئیس یوسف کارگر د وظیفې ځنډیدل "لغوه شوي" او هغه کولای شي خپلې دندې ته دوام ورکړي.

له دې دمخه د افغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال د فدراسیون د رئیس، مرستیال او سکرترجنرال په گډون د پنځو مامورینو دنده ځنډولې وه او ددې ادارې څلور مسؤلین او یو مامور یې له هیواد نه ممنوع الخروج اعلان کړي وو.

د افغانستان د ښځو د فوټبال مخکنۍ کیپتانې خالده پوپلزۍ چې اوس په ډنمارک کې اوسیږي لومړی ځل ادعا کړې وه چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمیر غړې د جنسي ازار او زورونې سره مخامخ شوي دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG