د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رئیس او ۴ نورو غړو دندې ځنډولي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ښځینه فوټبال لوبډلې د غړو د جنسي او فزیکي ځورونې د تورنو د څېړلو په لړ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشر په ګډون د دغه فدارسیون د څلورو نورو غړو دندې ځنډول شوي دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۱۸مه» امریکا غږ ته وویل چې په دغو کسانو کې، د فوټبال فدارسیون مشر کرام الدین کریم، د فدارسیون مرستیال، سکرټر جنرال، د ګول ساتونکو د کمېټې مسؤل او د فوټبال فدراسیون د ولایتي اړیکو د مسؤل دندې ځنډېدلي دي.

ښاغلي رسولي وویل:

جمشید رسولي
جمشید رسولي

"د افغانستان لوی څارنوال د دغه ادعا د څېړلو په هدف یو هیئت وټاکه ترڅو دغه قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړي، هیئت خپل کا پیل کړ، د څېړنو په هدف یې یو هر اړخیز پلان جوړ کړ دا چې د فوټبال فدراسیون هم په دغه څېړنو کې شامل و، د عدالت د ټینګښت لپاره، د اسنادو او مدارکو په راټولولو سره یې په یو معین وخت کې د څېړنو پروسې د اخلال د مخنیوي لپاره د یادو کسانو د ندو ځنډولو وړاندیز وکړ."

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه جدي څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب امریکا غږ ته ویل چې دوی د لوی څارانوالۍ له دغې پریکړې څخه خبر دي، خو تر اوسه، د کابل پرمهال ( ۲:۳۰ له غرمې وروسته) کوم سند یې ترلاسه کړی نه دی.

تر دې وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه سلاکار فضل فضلي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې لوی څارنوالۍ د افغانستان فدراسیون د مشر په ګډون د شپږو تنو دندې ځنډولې دي.

روانه میاشت ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د یو شمېر غړو په حواله د فوټبال فدارسیون د یو شمېر کسانو لخوا د هغوی د ځینو غړو د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه راپور ورکړ.

تر هغه وروسته په ډنمارک کې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې همغږي کوونکې خالده پوپلزۍ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل د روان ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اردن کې د نجونو د تمریني کمپ پر مهال دوه کسان چې د فوټبال فدراسیون لخوا د هیئت په توګه لېږل شوي وو، الکول یې څښلي وو او آن د نجونو کوټې ته دننه شوې وو، د پوپلزۍ په وینا چې دوی په هماغه وخت کې د فوټبال فدراسیون ته په دې هکله راپور ورکړ، خو نه یوازې دا چې دا دوه کسان مجازات نه شول، بلکې په فدراسیون کې په نورو دندو وګمارل شول.

خالده پوپلزۍ امریکا غږ ته دا هم وویل چې د نجونو په ملي لوبډلې کې د راولاړې شوې ستونزې په هکله یې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې اسناد سپارلي وو، خو هغه وخت د فوټبال فدراسیون دا مسئله بابېزه ګڼلې وه.

خالده پوپل
خالده پوپل

پوپلزۍ وايي:"دا چې ولې موږ دا مسله رسنیو سره شریکه کړه، ځکه چې نور د فوټبال فدراسیون زموږ طرف نه دی، زموږ طرف فیفا دی، تاسو ګورۍ چې د څېړنو بهیر ځنډوي".

د ښځینه فوټبال لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې مسئلې په دننه افغانستان او بهر کې سخت غبرګونونه راپارول.

'فیفا' د افغان ښځینه فوټبال غړو د جنسي ځورونو ادعا څېړي

شهزاده الحسین: د افغان ښځینه فوټبال غړو د ځورونو تورنه دې وڅېړل شي

د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» وویل چې په دې اړه څېړنې کوي او تر هغه وورسته د افغانستان لوی څارنوالۍ هم د څېړنو لپاره یو پلاوی وټاکه.

ولسمشر غني هم وویل چې په وزشي بنسټونو کې د بد اخلاقي ابعاد کنټرول شي او لوی څارنوالۍ ته یې سپارښتنه وکړه چې په اړه جدي پلټنې وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون تر دې مخکې دغه تورونه رد کړي او ویلي و چې په دې اړه څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG