د لاس رسي وړ اتصالات

په برازیل کې د فوټبال نړیوالې سیالۍ پيل شوې


د جنوبي کوریا د ملي ټیم گولکیپر
د جنوبي کوریا د ملي ټیم گولکیپر
په برازیل کې نن پنجشنبې د جون د میاشتې په ١٢د فوټبال د نړیوال جام لوبې د کوربه هیواد او کروشیا د ملي ټیمونو په لوبې سره پیل شوې .

دا د فوټبال د نړیوال فدراسیون شلمه نړیواله اتلولي ده، چې د نړۍ له لر او بره په کې ټولټال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو ویشل شوي، په هر ګروپ کې څلور څلور لوبډلې دي .

نړیوال جام د بلې میاشتې جولاۍ په دیارلسمه نېټه پای ته رسیږي .

د برازیل ۱۲ ښارونه به د نړیوال جام د ۶۲ لوبو کوربانه وي .

ښه لوبډلې او ښه لوبغاړي:
د نړیوال جام ۳۲ هېوادونه به لومړی خپل ګروپي لوبې ترسره کوي، او د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به دویم پړاوو ته لاره کوي چې شپاړلس ټیمونه کیږي.

په دویم پړاوو کې به د ۱۶ لوبډلو له ډلې اته ټیمونه به یې منځلوبو یا کوارټرفاینل ته وځي، د دغو اتو لوبډلو له منځه به یې څلور بیا نیمه پایلوبې یا سیمي فاینل ته وځي او بیا به دوه لوبډلې پایلوبې یا فاینل ته لاره کوي، چې په اخره کې به یې یوه لوبډله د اتلولۍ جام پورته کوي .

په نړیوال جام کې له اسیا نه څلورټیمونه، ایران، جاپان، جنوبي کوریا او استرالیا دي .

کوربه برازیل، د ۲۰۱۰ کال اتله هسپانیا، ارجنټاین، پرتګال، جرمني، هالینډ او ایټالیا د دغه نړیوال جام پیاوړي لوبډلې بلل کیږي .

د نړیوالو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د فوټبال د مینوالو د وړاندوینې له مخې کوربه برازیل د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام د ګټلو چانس ډېر لري .

د ارجنټاین میسي، د پرتګال رونالډو، د برازیل نوی ستوری نیمار، د جرمني مېروسلف کلوز، د بلجیم عدن هیزرډ او د انګلینډ روني د ۲۰۱۴ کال هغه لوبغاړي بلل کیږي چې ممکن تر نورو ډېر او ښه وځلیږي .

د نړیوال جام مخیینه:
د فوټبال نړیوال جام لوبې په لومړي ځل په ۱۹۳۰ میلادي کال کې په یوراګوې کې وشوې چې کوربه هېواد په کې اتلولي خپله کړه .

له همدغه کال را وروسته تر ننه پورې دغه لوبې په هرو څلورو کلونو کې یو وارې ترسره کیږي، یوازې په ۱۹۴۲ او ۱۹۴۶ کلونو کې ونه شوې ځګه چې نړۍ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر نورو چارو بوخته وه او د نړیوال جام لوبو ته یې هومره پام ونه کړ .

د ۲۰۱۴ کال کوربه برازیل تر ټولو ډېر نړیوال جامونه ګټلي، برازیل پنځه وارې اتل شوی، ورپسې ایټالیا ده چې څلور وارې یې اتلولي خپله کړې او بیا جرمني دی چې درې ځلې یې اتلولي خپله کړې ده .

ارجنټاین او یوراګوې دوه دوه ځلې، انګلینډ، فرانسې او هسپانیا یو یو وارې نړیوال جام ګټلی دی.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG