د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان ته د داعشي تاجیکانو ۱۴۶ ښځې او ماشومان وسپارل شول


د سوریې په شمال ختیځ کې د الهول کمپ چې د جهادیانو خپلوان په کې میشت دي
د سوریې په شمال ختیځ کې د الهول کمپ چې د جهادیانو خپلوان په کې میشت دي

د سوریې یو کردي چارواکي ویلي چې په سوریه کې یې د کردي نیمه خودمختاره سیمې ادارې د تاجیکي داعشیانو ۱۴۶ ښځې او ماشومان تاجیکستان ته سپارلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د داعش له ماتې وروسته د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت ته د داعشیانو کورنیو غړي انتقالیږي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې کله چې داعش په ۲۰۱۴ کې په عراق او سوریه کې خپل «خلافت» اعلان کړ په زرګونو بهرني سخت دریځه د داعش سره یوځای شول او یو شمیر یې خپلې ښځې او ماشومان هم راوستل.

په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې کردي ځواکونو چې متحده ایالاتو يې ملاتړ کاوه د داعشي جهادیانو وروستۍ سیمه هم ونیوله او کردي مقاماتو په وار وار له هیوادونو څخه وغوښتل چې خپل اتباع پدې سیمه کې د بې ځایه شویو خلکو له کمپ څخه چې په کې خورا ګڼه ګوڼه ده، وباسي. خو هیوادونو د داخلي سیاسي غبرګونونو له ویرې په عمومي ډول په انفرادي توګه خپل اتباع وایستل.

د کردانو د بهرنیو چارو د دفتر چارواکي ذبیدوالله ذبیدوف چې تاجیکستان ته د تاجیکي اتباعو د انتقال پروسه پرمخ بیایي، وویل چې د سوریې کردي ادارې په کویټ کې د تاجیکستان سفیر ته ۴۲ ښځې او ۱۰۴ ماشومان ور په لاس کړل چې یتمان هم په کې شامل دي. دوی د سوریې په شمال ختیځ کې په الهول او راج کمپونو کې اوسیدل.

تاجیکستان د «څو میاشتو» راهیسې د سوریې له کردانو سره په تماس کې دی چې خپل اتباع هیواد ته ستانه کړي.

ښاغلي ذبیدوف وویل چې ښځو «د سوریې په شمال ختیځ کې هیڅ ډول جنایي او تروریستي اعمال ندي کړي.»

په الهول او راج کمپونو کې د سوریې او بهرنیو داعشیانو په زرګونو خپلوان اوسیږي.

فرانس پرس اژانس وایي کردي ځواکونو دغه تاجیکۍ ښځې او ماشومان چې ځینو یې رنګه او ځینو یې تورې اوږدې جامې اغوستې وې د کمپ څخه د قمیشلي هوایي ډګر ته انتقال کړل.

د بشري حقونو ډلو له اوږدې مودې راهیسې د سوریې په شمال کې پدغو کمپونو کې د جهادیانو د کورنیو او خپلوانو د ژوندانه د وضعیت او پدې کمپونو کې د روانو جنایاتو په هکله غږ پورته کړی و.

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا د سوریې د شمال ختیځ پدغو کمپونو او زندانونو کې څه دپاسه ۴۱۰۰۰ بهرنیان چې اکثریت یې د ۱۲ کلونو لاندې ماشومان وو د داعش سره د تړاو په تور ساتل کیدل.

XS
SM
MD
LG