د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په مشرانو په یو هوایي برید کې شاوخوا ٥٠ تنه وژل شوي


د امریکا یو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په یوې غونډې په هوایي برید کې شاوخوا ٥٠ تنه وژل شویدي.

په افغانستان کې د ایتلافي قواو ویاند مارټن ډونل ویلي چې په موسی کلا کې د طالبانو د سوق او ادارې یو مهم مرکز یې ویشتلی چې پکې شاوخوا ٥٠ تنه وژل شویدي. د برید په وخت طالب مشران د یوې غونډې لپاره راغونډ شوي و.

په دغه برید کې کارول شوي توغندي چې حمارس (HIMARS) نومیږي د سټلایټ په مرسته هدف موندلی او په نښه کولی شي.

ښاغلي ډونل وویل چې پدی برسیره د امریکايي قواوو په یو بل هوایي برید کې هم یو شمیر طالبان وژل شویدي خو شمیر یې ندی معلوم.

امریکایي قواوو تیره اونۍ د موسی کلا د می د ٢۴ نیټې د برید اعلان کړی و خو د وژل شوو کسانو د شمیر په اړه یې څه نه و ویلي. د برید نه وروسته د ناټو اعلامیې د امریکایي سمندري قواو د برید جنرال بینیامین واټسن د خولې وویل چې دا ډول بریدونه نه یواځې د طالبانو عملیات کمزوري کوي، "بلکه زمونږ شریکانو ته ددې امکان هم ورکوي پر دښمن باندې فشار روان وساتي".

د ائتلافي قواو ویاند مارټن ډونل دا هم وویل چې په دغه برید کې د لوی شمیر طالب مشرانو وژل کیده ښیي چې د حمارس د پرمختللي ټیکنالوژۍ گټه به نه یواځې په هلمند بلکه په نورې سیمو کې هم احساس شي.

XS
SM
MD
LG