د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قواو په هلمند کې د طالبانو په مشرانو برید کړی


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د هلمند په ولایت کې یې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو په یو مرکز باندې راکټي برید کړي دي.

دا ماموریت وايي چې دغه راکټي برید د د پنچشنبې په ورځ (مۍ ٢۴) د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې په یو مرکز باندې شوی چې د طالبانو مشهور مشران راټول شوي وو.

خو ددې برید د مرگ ژوبلې په اړه او همداشان د طالبانو د مشرانو د نومونو په هکله چې پدې مرکز کې راټول شوي وو څه ندي ویل شوي.

ناټو ویلي چې پدغه مرکز کې د طالبانو مشران راټول شوي وو چې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې یې د بریدونو پلان یې طرحه کاوه.

د ناټو اعلامیې د امریکایي سمندري قواو د برید جنرال بینیامین واټسن د خولې ویلي چې دا ډول بریدونه نه یواځې د طالبانو عملیات کمزوري کوي، "بلکه زمونږ شریکانو ته ددې امکان هم ورکوي پر دښمن باندې فشار روان وساتي".

دغه امریکایي قواوې د ٢٠١٧ کال په اپریل کې هلمند ته لیږدول شوي دي چې د افغانستان د ملي اردو ٢١٥ قل اردو او د افغان ملي پولیسو سره مرسته وکړي او هغوی ته په پوځي چارو کې مشورې ورکړي.

XS
SM
MD
LG