د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند جګړه د کابل پاملرنه غواړي


د هملند په بیلابیلو سیمو کې نښتې روانې دي
د هملند په بیلابیلو سیمو کې نښتې روانې دي

د هلمند د ولایتي شورا مشر وايي د لښکرګاه شاوخواوو کې سخته جګړه روانه ده او افغان ځواکونه کلک مقاومت کوي.

د هلمند مرکز لښکرګاه په شمالي برخه کي چي له ګرشک او نادعلي ولسوالیو سره تړلې ده، سختې نښتې روانې دي.

یوه اونۍ مخکي وسله والو طالبانو د لښکرګاه پر باباجي سيمې او د نادعلي او ګرشک ولسواليو پر ځينو سيمو بريدونه وکړل او ځيني برخې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

سیمیز چارواکي‌ وايي‌ چې لوی مانده، چانجیز، مالګیر، د بغرا د ویالې غاړه، توغي، لو هدیره او ځیني نوري سیمي د طالبانو تر مستقیم ګواښ لاندي دي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر محمد کریم اتل امریکا غږ ته وويل چي د هلمند جګړه ډیره د اندېښنې وړ ده او کابل باید ورته پاملرنه وکړي.

”زموږ له مرکزي حکومت څخه په خاص ډول له ریس صاحب جمهور څخه دې حالت ته جدي پام وړی ، که څوک افغان وي اوڅوک مسلمان وي او خپلو خلګو ته اخلاص ولري نو باید د خپل اولس له دې حالت څخه وژغوري ، او که موږ د قربانی لپاره یو نو بیا دي موږ پوهه کړي چي بیا موږ خپل تصمیم ونیسو “.

دوامداره عملیات

چارواکي پر ځينو سیمو د طالبانو ولکه مني خو وايي د بیرته نیولو لپاره یې مځکني او هوایي بریدونه روان دي.

تر دې دمه په جګړو او بمباریو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې او بې کوره کیدلو په هکله څه ندي ویل شوي.

د هملند یوه اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل ”تاسي وینئ چې جکړه روانه ده. خلګ له سیمي څخه اکثریت وتلي او لاهم دا دی وځي. زموږ د کورنو هینداري يې ټولي را ماتي کړې سخت وحشت دی ټول امکانات مو کورنو کي همداسي پرېښودل او لښکرګاه ته راغلو “.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل چي له تیري شپې راهیسی د لښکرګاه ښار په شمال کي يې پوځي عملیاتو ته نور هم زور ورکړی دی.

پدغو عملیاتو کي د افغان ځواکونو تر څنګ نړیوال ځواکونه هم د هوا له لارې ملتیا لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG