د لاس رسي وړ اتصالات

فنلند وايي افغان مهاجر دې خپل هیواد ته ستانه شي


د فنلند حکومت په تیر یو کال کې څو ځلې د سختو قوانینو په نافذولو سره مهاجرو ته شرایط سخت کړي دي.
د فنلند حکومت په تیر یو کال کې څو ځلې د سختو قوانینو په نافذولو سره مهاجرو ته شرایط سخت کړي دي.

د فنلند حکومت افغان، عراقي او سومالیایي پناه غوښتونکو ته د اوسیدنې اجازه سخته کړې او ویلي یې دي چې اوس په دې هیوادونو کې امنیت ښه شوی او اوسیدونکي یې کولای شي بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د هلسنکي مقامات وایي چې په افغانستان، عراق او سومالیا کې د جگړو د دوام سره سره امنیت دومره ښه شوی دی چې ددې هیوادونو په هیڅ یوه برخه کې پناه غوښتونکي له خطر سره نه مخامخ کیږي.

په دې هکله سمدستي د مهاجرو اړوند سازمانونو څه نه دي ویلي، خو د فنلند د مهاجرو د چارو د ادارې دغه اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې همدا اوس د مهاجرو د کړکیچ او د جگړو د کچې په اړه نړیوالې ارزونې روانې دي.

د فنلند د حکومت په اعلامیه کې لیکل شوي چې "ددغو دریو هیوادونو پناه غوښتونکو ته به د دایمي ویزو ورکړه خورا گرانه شي. اوس پناه غوښتونکي کولای شي چې افغانستان، عراق او سومالیا ته بیرته ستانه شي پرته له دې چې د وسله والې جگړې سره مخامخ شي."

په فنلند کې پناه غوښتونکي یواځې په هغه صورت کې پاته کیدای شي چې په انفرادي توگه ثابته کړي چې ژوند یې په پخپلو هیوادونو کې امن نه دی.

څو ورځې وړاندې د فنلند د کورنیو چارو وزیر کابل ته تللی و او د افغان مقاماتو سره یې د فنلند څخه د افغان مهاجرو د اجباري ستنولو لپاره د یو هوکړه لیک په هکله خبرې وکړې. تر اوسه افغان مقاماتو ددې تفاهم لیک د لاس لیک کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په افغانستان کې حالات اوس هم کړکیچن دي. د افغان حکومت د هڅو سره سره چې د طالبانو سره د سولې مذاکرې وشي او سوله ټینگه شي، ترهگرو سخت دریځو ډلو په دې څو تیرو میاشتو کې لا هم په کابل او د دې هیواد په نورو سیمو کې مرگونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په سومالیا کې د دوه لسیزو جگړو وروسته وضیعت یو څه ښه شوی. خو حکومت لا هم د الشباب د یاغي ډلې سره په جگړو بوخت دی.

عراق لا هم د اسلامي دولت یا د داعش له ډلې سره په جگړو بوخت دی چې د ٢٠١۴ کال راهیسې یې ددې هیواد په شمال او لویدیځ کې پراخې سیمې نیولي دي.

د فنلند ښي اړخه ایتلافي حکومت چې په کې د فنلند ملتپاله گوند هم شامل دی اروپا ته د مهاجرو د بهیر په زیاتیدو سره، هغه هیواد ته په تازه ورغلیو مهاجرو باندې یو لړ سخت سیاسي مقررات لگولي دي.

په ٢٠١٥ کال کې شاو خوا ۳۲ زره پنځه سوه مهاجرو او په کال ٢٠١۴ کې ۳۶۰۰ مهاجرو په فنلند کې پناه غوښتې ده چې اکثریت د افغانستان، عراق، سوریې او سومالیا اوسیدونکي دي. خو سږکال دغه شمیره خورا راکمه شوې ده.

رپوټ: د رویترز اژانس

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG