د لاس رسي وړ اتصالات

د فلیپین په مسافر وړونکې بیړۍ کې د اورلګیدو له امله' ۳۱ تنه مړه' شوي


د 'ماري جای ۳' په نامه مسافر وړونکې فلیپیني بیړۍ
د 'ماري جای ۳' په نامه مسافر وړونکې فلیپیني بیړۍ

فلیپیني چارواکو نن پنجشنبې د مارچ ۳۰ (وري لسمه) وویل چې ددغه هېواد په سویل کې په یوه مسافر وړونکې بیړۍ کې د اورلګیدو له امله، ۳۱ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فلیپین د بیړنیو حالاتو کمیټې یو مسئول، نیکسون الونزو وویل: "دغه اورلګیدنه د چهارشنبې پر شپه د 'ماري جای ۳' په نامه مسافر وړونکې بیړۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې بیړۍ د میندانائو ټاپو د زامبونګا ښارګوټي څخه د سولو ایالت د جولو د ټاپو پر لوري روانه وه."

نوموړي زیاته کړه چې په بیړۍ ګڼ شمېر مسافر د اورلګیدو او د سوځیدو له ویرې ځانونه اوبو ته غورځولي. د فلیپین سمندري ځواکونو تر اوسه د یادې بیړۍ د ۳۵ عملې په ګډون ۱۹۵ تنه ژغورلي دي او د ورکو شویو مسافرو د ژغورني او لټون عملیات لا دوام لري.

د باسیلان ایالت والي، جیم سالیمن په وینا، تر اوسه د دریو ماشومانو په ګډون د ۳۱ تنو مسافرو مړي موندل شوي او همدا راز د پیښې یو شمېر ټپیان سیمه ییز روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

نوموړي پداسې حال کې چې په پیښه کې د ورکو شویو مسافرو د شمېر په اړه څه ونه ویل،‌ خو یادونه یې وکړه چې د مسافرو د نوملړ څخه داسې معلومیږي چې په بېړۍ کې د ۲۰۵ تنو څخه زیات کسان سپاره وو.

د 'ماري جای ۳' بېړۍ اوس مهال د باسیلان ایالت ته وړل شوې ده چې د اورلګیدو د څرنګوالي او لاملونه په اړه څیړنې روان دي.

یاده دې وي چې ۳۴ کاله وړاندې په یوه بله پيښه کې د فلیپین یو مسافر وړونکې بېړۍ د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر شوه. پدغه پیښه کې چې د سمندري پيښو په تاریخ کې یو لوی ناورین بلل شوی، نږدې ۴۳۸۶ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG