د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سرحد ته نژدې د مکسیکو د کډوالو یو مرکز کې اور لګېدلی او ۳۹ تنه مړه شوی 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په مکسیکو کې چارواکي وايي‌ چې د امریکا د متحدو ایالتونو سرحد ته نژدې د کډوالو د توقیف په یو انستیتیوت کې اور لګېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۹ تنه مړه شوي دي.

چارواکو نن سه شنبه مارچ ۱۸ (حمل اوومه) وویل چې اور تر نیمې شپې مخکې د «سیوداد خوارز» په سیمه کې ولګېده چې لسګونه اور وژونکو د اور مړه کولو ته ودانګل او امبولانسونه هم سیمې ته ورسېدل.

د فرانس پرس اژانس وايي چې یو خبریال لیدلي چې د ژغورنې عملیې د څه باندې لسو کسانو مړي د دغه انستیتوت د موټرو له تمځای څخه، چې ځینې نور مړي هم په کې پراته وو، د باندې اېستل. په مړو باندې کمپلې او څادرونه غوړول شوي وو.

د مکسیکو د کډوالو د توقیف انستیتیوت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د کورنیو چارو وزرات د کډوالو ملي انستیتیوت د تلفاتو په اړه خواشینی دی- - تر دې دمه په اور کې ۳۹ بهرني کډوال مړه شوي.»

یو ژغورونکي چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې په دغه مرکز کې شاوخوا ۷۰ تنه وو، چې اکثریت یې د وینزیویلا وو.

چارواکو په دې وروستیو کې له سړکونو څخه خلک راټول کړل او یو شمېر یې دغه مرکز ته واستول. د ویناګلي په نامه یوه وینزویلایۍ د دغه مرکز په مخکې اوتره ولاړه وه او د خپل ۲۷ کلن مېړه پوښتنې یې کولې چې دغه مرکز ته انتقال کړل شوی و.

نوموړې وویل:‌«هغه یې په امبولانس کې انتقال کړ. هغه په مکسیکو کې د اوسېدو قانوني اسناد لرل. د [مهاجرت مقامات] تاسو ته هېڅ هم نه وايي. د کورنۍ یو غړی به مو مري خو دوی به درته نه وايي‌ چې هغه مري.»

له اور لګېدو وروسته د مکسیکو د ملي ګارد ډېر سرتېري دغې سیمې ته استول شوي او ځای په ځای شوي دي.

قوي سرحدي خنډونه

د مکسیکو د «سیوداد خوارز» سیمه د متحدو ایالتونو د تکساز د الپاسو له سیمې سره نژدې ده. بې اسناده کډوال، د انساني قاچاقبرو په مرسته، هڅه کوي چې له دې لارې متحدو ایالتونو ته داخل شي خو د امریکا سرحدي ځواکونه یې نه پرېږدي.

د جوبایډن حکومت هڅه کوي چې له دغې لارې متحدو ایالتونو ته د ورتلونکو مخ په زیاتېدونکو کډوالو مخه ونیسي او د مخنیوي لپاره یې نوي مقررات هم اعلان کړل.

په نویو مقرراتو کې ویل شوي دي چې له سرحد څخه امریکا ته اوښتونکي کډوال به د پناه غوښتنې لپاره ونه منل شي. وايي دوی باید لومړی په هغه هېواد کې، چې دوی ترې امریکا ته راځي، د پناه غوښتنه وکړي او یا د امریکا حکومت د رسمي ویپاڼو له لارې پناه وغواړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهوریت غوښتونکي په ولسمشر بایډن باندې انتقاد کوي چې په سرحد باندې قوي څار نلري.

فرانس پرس وايي هره میاشت ۲۰۰۰۰۰ خلک د مکسیکو له لارې متحدو ایالتونو ته داخلېږي، په دوی کې یې اکثریت د مرکزي او جنوبي امریکا وګړي دي چې په خپلو سیمو کې د «تاوتریخوالي او غربت» له وجهې امریکا کې پناه غواړي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس له ۲۰۱۴ راپدیخوا امریکا ته په لار شاوخوا ۷۶۶۱ کسان مړه شوي او یا تري تم شوي دي او ۹۸۸ نور کسان په بېلا بېلو پېښو او شرایطو کې مړه شوي ‌دي.

XS
SM
MD
LG