د لاس رسي وړ اتصالات

د ښکلا جراحي له امله د لسګونو امریکایي میرمنو مړینه؛ چارواکو یې په اړه خبرداری ورکړی


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د ډومینیکن په جمهوریت کې د ښکلا جراحي د اختلاطاتو له امله د لږ تر لږه ۹۳ امریکایی میرمنو د مړینې وروسته، د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز ددغه راز جراحي عملیاتو اړه خبرداری ورکړ دی.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د احصایې له مخې، د مړینې دا شمیره د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ ثبت شوې. ددغه مرکز په خبره، له نیمایي څخه ډیرې پیښې د ۲۰۱۸ څخه تر اوسه پورې شوي دي.

ډیری اختلاطات (۹۲سلنه) د لایپوسکشن یا د بدن د وازګي د توږلو څخه وروسته شوي دي. د جراحي په دغه راز عملیاتو کې د انسان له بدن څخه راټول شوي وازګه په سورین کې تزریق کیږي ترڅو ورته شکل ورکړي‌. دغې عملیه "د برازیل سورین" په نوم هم مشهور دی.

سره ددې چې روغتیا پوهانو د جراحۍ ددغه راز عملیاتو وروسته د اختلاطاتو په اړه په تیره بیا د مېرمنو لپاره خبرداری ورکړی دی، خو دغه عملیه په وروستیو کلونو کې، په متحده ایالاتو کې هم ډیر شهرت ترلاسه کړی او د امریکا د پلاستيکي جراحۍ ټولنې د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۰م کال کې په امریکا کې له ۴۰زرو څخه ډیر دا ډول عملیات ترسره شوي.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي چې ډیری امریکایان چې د ډومینیکن په جمهوریت کې د ښکلا د جراحي وروسته د اختلاطاتو له امله مړه شوي، ډیرې یې څلويښت کلنۍ کې میرمنې وې.

ددغه مرکز د معلوماتو له مخې، ډیری کسان د ایمبولیزم یا د لختې له امله د هغوي د وینې جریان د بندیدو او یا هم په رګونو کې د زیات غوړ د راټولیدو له امله مړه شوی دي. همدارنګه ډېرې دغه کسان چاغ او یا ډیر وزن به یې درلودل او یا هم په ورته وخت کې د جراحي څو عملیاتونه ترسره کړي وي.

له هغه ځایه چې په متحده ایالاتو کې د جراحۍ او په ځانګړې توګه د ښکلا عملیاتو لګښت خورا لوړ دی، نو یو زیات شمیر امریکایان د درملنې او ددغه راز جراحي عملیاتو لپاره مکسیکو، ډومینیکن جمهوریت، ترکیې، هند او ځینو نورو هیوادونو ته ځي،‌ چې ددغه ډول عملیاتو لګښت د امریکا په پرتله پکې ډیر لږ دي.‌

پدې لړ کې د ډومینیکن جمهوریت د امریکایانو لپاره د روغتیايي سیاحت مرکز نوم خپل کړی دی. تر دې پورې چې اوس وخت، ددغه هیواد ډاکټران د زیاتو مشتریانو د جذبولو په موخه په متحده ایالاتو کې خپل سوداګریز اعلانونه خپروي.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز د امريکا اتباعو ته خبردارى ورکړى او ويلي يې دي:"په ډېرو پيښو کې چې د جراحي عمليات له امريکا څخه بهر ترسره کېږي، له عملياتو وروسته ناروغ په انتاني ناروغیو اخته کیږي. "

طبي کارپوهان سپارښتنه کوي، هغه کسان چې د ښکلا جراحي لیواله دي، تر عملیاتو مخکې لومړی باید د خپل ډاکټر سره مشوره وکړي او د هغې د خطرونو او پایلو په اړه ځان پوه کړي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG