د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې وسله والو پنځه ملکيان وژلي


عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې کې پنځه ملکي وګړي په ډزو وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې وسله طالبانو دا کسان وژلي خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان تېره شپه له یوه واده څخه کور ته پر لار تښتول شوي او په ډزو وژل شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو تر دا مهاله د دغه وژل شوو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

په بلخ ولایت کې چاودنه

د یو بل خبر له مخې په بلخ ولایت کې د چسپکي ماین چاودنې یو تن وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن شنبه د مزارشریف ښار په شپاږمه ناحیه کې د نوي کابل نمایندګۍ ته نژدې شوې ده.

هغه وویل چې ماین په بایسکل کې ځای پر ځای شوی و او په وینا یې قربانیان یې هم ملکي وګړي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG