د لاس رسي وړ اتصالات

د اچین او شېرزادو زرګونه اوسېدونکي روغتیايي خدمات نه‌لري ـ اوچا


د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ اداره یا «اوچا» وایي، د جګړو او نا امنیو د دوام له امله د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پنځه روغتیايي مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي دي.

دغه سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د یادو مرکزونو په تړل کېدو سره په ځانګړي ډول د اچین او شېرزادو ولسوالیو ۳۵زره او ۱۱۶ تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو څخه بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې په اچین او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د داعش وسله والې ډلې پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو خبر ورکړ، چې اوس هم روان روان دي.

اوچا ویلي، چې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د جګړو دوام خلک له ګڼو ستوزو سره مخ کړي دي، چې له امله سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې د دغه ولایت نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د یاد راپور په اساس یوازې په وروستیو اونیو کې ۶۰۰ تنه له خپلو اصلي مېنو څخه جلال اباد ښار ته کډه شوي، چې د یاد سازمان لخوا یې بشري مرستې تر لاسه کړي دي.

د جګړو او ناامنیو له امله د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه پر داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) پرون پنجشبه وویل، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۸ روغتیايي کار کوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دغه سازمان د راپور په اساس په همدغه موده کې ۲۸ روغتیايي کارکوونکي ټپي شوي او ۲۵ نور تښتول شوي دي، چې له ډلې یوازې اووه تنه بېرته خوشي شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې د افغانستان په ۷۷ ولسوالیو کې پر روغتیایي مرکزونو ۱۱۳ بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG