د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: طالبانو سره په جګړه کې مو پنځه سرتیري وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

پاکستاني طالبانو د سه شنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) وروسته له هغې د پاکستان پوځ د اوربند په ماتولو تورن کړ چې پوځي مقاماتو وویل پنځه عسکر او لږ تر لږه څلور وسله وال د هیواد په شمال لویدیځ کې په جګړه کې ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د جون په میاشت کې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د سولې خبرو ته د اسانتیا د رامنځته کولو په مقصد د نامعلوم وخت لپاره اوربند اعلان کړ، خو د هماغه وخت راهیسې بیا هم منظمې نښتې روانې دي، که څه هم چې دواړو خواوو ویلي چې اوربند لا هم دوام لري.

د دوشنبې په ورځ په یوه وروستۍ نښته کې، د پاکستان د پوځ په وینا د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته یې د شمالي وزیرستان په بویا کې د اورپکو پر یوه پټنځای برید کړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې ویلي، "زمونږ د پوځیانو او ترهګرو ترمنځ سخته نښته وشوه."

د پاکستان پوځ زیاته کړې چې څلور وسله وال وژل شوي او د یوه افسر په ګډون پنځه سرتیري "شهیدان شوي دي".

د سه شنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان دغه نښته تایید کړه او پر حکومت یې د بد نیت تور ولګاوه او وویل چې په دې وروستیو کې پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت د مرکز پېښور په ګډون په شپږو ولسوالیو کې پر دوی بریدونه کړي دي.

دغه قوماندان فرانس پرس اژانس ته وویل، "حکومت د اوربند په اړه خپلې ژمنې ته درناوی نه دی کړی."

یو حکومتي چارواکي چې له دې ډلې سره په خبرو اترو کې برخه اخیستې وه، د پاکستاني طالبانو غورځنګ د هیواد په ځینو برخو کې په "هدفي وژنو" او "د خپلو تحرکاتو په زیاتولو" تورن کړ.

له هغه وخته چې تېر کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، اسلام اباد په منظمه توګه د تحریک طالبان پاکستان له خوا په ځانګړې توګه د دوی د ناامنه پولو په اوږدو کې د بریدونو څخه شکایت کوي. د پاکستان او افغانستان طالبان جلا ډلې دي، خو یوه ګډه ایډیالوژي لري.

افغانستان ټینګار کوي چې اجازه به ورنکړي چې خپله خاوره یې د بهرنیو وسله والو له خوا وکارول شي، خو باور کیږي چې د پاکستاني طالبانو سلګونه جنګیالي او همداشان یو شمیر مشران په دغه هېواد کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG