د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پلاوی د 'تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو دپاره' کابل ته تللی


په افغانستان کې د طالبانو په حکومت پورې تړلي باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د پاکستان د ديني عالمانو يو اته کسيز پلاوى نن دوشنبه ۲۵ جولای (زمری ۳) د پاکستان د حکومت ضد وسله والې ډلې (تحريک طالبان پاکستان) له مشرانو سره د خبرو دپاره کابل ته تللی دی.

خبر وايي، د پاکستان د مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ دغه پلاوی به په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له استازو سره مخامخ وګوري.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې په موخه ددغو مذاکراتو نور جزیات تر اوسه ندي څرګند خو د طالبانو د حکومت مسئولینو تاييد کړې ده چې د دواړو خواوو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له غړو سره د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې مذاکره کیږي.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، په کابل کې د پاکستان سفیر د طالبانو له حکومت څخه مننه کړې چې ددغو مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

له دې وړاندې، د مۍ په میاشت کې د پاکستان د امنیتي چارواکو د یو پلاوي او د تحریک طالبان پاکستان تر منځ په کابل کې خبرو څو ورځې دوام وکړ. په دغو خبرو کې دواړه خواوو په موقتي توګه د اوربند په غځولو سلا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سولې مذاکراتو ته به دوام ورکوي.

د مۍ د میاشتې د خبرو په اړه ویل شوي وو چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یې منځګړیتوب کوي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ په کابل کې د مذاکراتو دا لړۍ، په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو را وروسته پیل شوې ده.

خبرې سرچینې چې ددغو خبرو په اړه معلومات لري، وایي چې اسلام اباد له تحریک طالبان پاکستان څخه غواړي چې په پاکستان کې خپل وسله وال بغاوت پای ته ورسوي او په هیواد کې په سوله ایزه توګه د بیرته میشت کیدو لپاره دې دا ډله منحل کړي.

خو تحریک طالبان پاکستان بیا له اسلام اباد څخه غوښتنه لري چې ددغه هېواد قبایلي سیمو ته دې بیرته د خودمختارئ حیثیت ورکړل شي.

د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۸ کې ددغه هېواد د اوو قبایلي سیمو خودمختاره حیثیت لغوه کړ او دغه سیمې یې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه وګرځولې.

تحریک طالبان پاکستان همدارنګه د پاکستان له قبایلي سیمو څخه د پاکستاني پوځیانو ایستل او په دغو سیمو کې د پاکستان د اساسي قانون پر ځای د اسلامي عدالتي سیستم پلي کول غواړي.

XS
SM
MD
LG