د لاس رسي وړ اتصالات

په یو وسله وال برید کې پنځه پاکستاني‌ عسکر وژل شوي


پاکستاني امنیتي ځواکونه
پاکستاني امنیتي ځواکونه

په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي چې نامعلومه وسله والو د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو په یوې ګزمې برید کړی، پنځه تنه یې وژلي او اووه نور یې ژوبل کړي دي.

برید نن سه شنبه ماښام اپریل ۱۲ (وري ۲۳) د دیره اسماعیل خان د «تحصیل کلاچي» په سیمه کې شوی دی.

د دیره اسماعیل خان د پولیسو ویاند علي جنجوعه د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې د پولیسو دوه موټرونه په ګزمه بوخت وو چې وسله والو لومړی په توغندي وېشتلی او بیا یې پرې ډزې کړي دي.

د وژل شویو پولیسو نومونه «کامران، جمشید، منور، میرزاعلي او عبد الرحمان» ښودل شوي دي. ژوبل شوي روغتون ته انتقال شوي او د وضعیت په اړه یې لا معلومات نشته.

وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي او کومې ډلې لا د دغو بریدونو مسئولیت نه دی منلی.

چارواکي وايي تر دې یوه شپه مخکې په یو بل برید کې دوه نور پولیس وژل شوي وو. پولیس وايي په دې وروستیو کې په دغې سیمې کې په امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي او په دوو ورځو کې نهه پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

دا برید داسې مهال کېږي چې «تحریک طالبان پاکستان» د سپرلنیو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی دی. دا لومړی ځل دی چې پاکستاني طالبان د روژې په میاشت کې د داسې عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني څو ورځې مخکې په یوې اعلامیې کې وویل چې دا عملیات به د روژې په لومړۍ ورځ پیلېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی همکاران به په کې په نښه کېږي.

د فرانسې خبري اژانس نن چهارشنبه مارچ ۳۰ (وري۱۰) د طالبانو د ویاند د اعلامیې په حواله لیکلي وو: «په دغو عملیاتو کې استشهادي عملیات، تهاجمي بریدونه، د ماینونو عملیات، د بریدونو د مخنیوي عملیات، هدفي بریدونه، د لایزر او نښه وېشتونکي بریدونه شامل دي.»

د رسمي‌ شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې یوازې په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په بریدونو کې څه باندې ۱۵۰۰ پولیس او سرتېري وژل شوي دي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG