د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د طالبانو په موټر چاودنه شوې ده


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

سیمه ایزې رسنۍ وایي‌ چې د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږي۲۸) د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د وسله والو طالبانو په یو موټر چاودنه شوې ده.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې لیکلي دي‌ چې چاودنه د «سرحدي پولیسو» په موټر شوې او لږ تر لږه پنځه تنه وژلي دي.

راپورونه وايي چې په وژل شویو کې د یو ماشوم په ګډون دوه ملکیان هم شامل دي.

ځینو عیني شاهدانو ویلي دي چې په چاودنې کې یو شمېر طالبان ژوبل شوي هم دي او روغتون ته انتقال شوي.

خو دا شمېره رسمي نه ده‌ او نه هم طالبانو د دغې چاودنې او په چاودنې کې د تلفاتو په اړه څه ویلي دي.

تېره ورځ هم په جلال اباد کې درې پرلپسې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه درې تنه یې ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړل.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د نننۍ او پرونۍ چاودنو مسئولیت نه دی منلی.

یاده دې وي‌ چې د طالبانو ضد د داعش-خراسان ډلې په ننګرهار کې عمده مرکز درلوده.

XS
SM
MD
LG