ملګري ملتونه وايي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې کې په تېرې یوې میاشت کې په اوکراین کې ۴۳۷ ولسي خلک وژل شوي او ۲۶۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
ملګرو ملتونو په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې د جون د میاشتې په پرتله د ولسي خلکو تلفات ۳۰ فیصده زیات شوي دي.
وايي تېرکال په همدې مودې کې ۳۱۲ تنه وژل شوي وو او ۱۴۲۸ نور ژوبل شوي وو، چې د اوسنیو شمېرو په پرتله ۷۰فیصده کم وو.
ملګري ملتونه وايي چې دا د ۲۰۲۲ کال د مۍ میاشتې راهېسې تر ټولو ډېر ولسي خلک دې چې په جګړې کې وژل شوي دی.
په همدې حال کې د روسیې تر کنترول لاندې په کریمیه کې مقامات وايي چې دغلته پنځه تنه هغه وخت ووژل شول، چې یو ناچاودېدلی توکی یې خنثی کاوه.
د روسیې تر کنترول لاندې په کریمیه کې مقامات وايي چې دغلته پنځه تنه هغه وخت ووژل شول، چې یو ناچاودېدلی توکی یې خنثی کاوه.
د سیمې والي میخایل رازوژایوف ویلي دي چې دا پېښه نن پنجشنبه د کریمیه په تر ټولو ستر ښار سیواستوپول کې شوې ده.
نوموړي ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې یې څلور د ماین د خنثی کولو متخصصین او یو بل یې امنیتي ساتونکی وو. وايي دوی د اوکراین له لوري د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته سیمه پاکوله چې چاودنه پرې شوې ده.
د روسیې او اوکراین ترمنځ له ۲۰۲۲ راهېسې جګړه روانه ده او په دې وروستیو کې دواړو لوریو په یو بل باندې بریدونه زیات کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت وايي چې تېره شپه یې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو ۳۶۲ بریدونه یې خنثی کړي او یا یې مخه نیولې ده.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دواړو غاړو غوښتي چې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.
فورم \ دبحث خونه