د لاس رسي وړ اتصالات

کویټه کې په یوې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي 


په کویټه کې چاودنه
په کویټه کې چاودنه

د بلوچستان په مرکز د کویټې په ښار کې پولیس وايي چې په یوې بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي، د بريد هدف د پوليسو موټر و.

د کویټې پوليس وایي چاودنه د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۱) مازديګر د کویټې په کندهاري بازار کې شوې ده او د پیښې مړي او ټپيان د کویټې ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

د روغتون وياند وسيم بېګ ویلي دوی ته "د يوې ښځې او دوو پوليسو په ګډون د څلور تنو مړي او نهه ټپيان انتقال شوي چې په ټپيانو کې د څلورو حالت مرګونی دی او ټول ټپيان ملکي وګړي دي".

د پوليس چارواکو په وينا په چاودنه کې د پولیسو د موټر سربیره د ولسي خلکو موټرونو او دوکانونو ته هم زيان رسیدلی دی. مقامات وايي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله د پوليسو موټر له دغه سړک څخه تېرېده.

د امریکاغږ د ډیوې څانګې د رپوټ له مخې سمدستي د چاودنې مسولیت چا ندی منلی، خو په سیمه کې د یو شمیر مخکنیو بریدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه.

په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وروستیو پیښو په غبرګون کې حکومت د کوټلو عملياتو د ترسره کولو پریکړه کړې ده.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ ويلي دي چې د جمعې په ورځ يې د صدراعظم شهبازشريف په مشرۍ يوه غونډه وکړه چې پکې ملکي او پوځي مشرانو ګډون کړی و او یوه کمیټه یې جوړه کړه چې د دوو اونیو په ترڅ کې د تندلارو په ضد د عملیاتو لپاره وړاندیزونه وکړي.

د پاکستانم د صدراعظم شهباز شريف دفتر په يو بيان کې ويلي، "په دې ليدنه کې د ترهګرۍ له خطره د هېواد د پاکولو لپاره د هر اړخيزو عملياتو په پيلولو موافقه وشوه."

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې پوځي عملیات به کله پیل شي. خو ویلي یې دي، یوه کمیټه جوړه شوې چې په دوو اونیو کې خپلې سپارښتنې وسپاري چې تصمیم ونیول شي.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پېښور په یو جومات کې یوه زوروره بمي چاودنه وشوه چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول چې اکثر یې پولیس وو. دا ددې هیواد د پولیسو پر ځواکونو تر ټولو خونړی برید و.

د شخړو د څار سیمه ایزو څارونکو په ۲۰۲۲ کال کې په ټول پاکستان کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه زیاتو پاکستانيانو وژنې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG