د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سیلابونو په افغانستان کې ۲۳ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې سیلابونو په دې وروستیو کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي او ۱۱۶۴ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

یونیسف د جولای د میاشتې په راپور کې، چې نن جمعه (سپتمبر څلورمه) یې خپور کړی، ویلي دي چې دغه ۲۳ کسان د نورستان په مرکز پارون کې مړه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې سیلابونو د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ۱۱۶۸ کورنۍ هم زیانمنې کړې او د سلګونو نورو کورنیو کورونه په اوبو کې ډوب شوي دي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې «له پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ادارې» وړاندوینه کړې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان «په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې له ۲۰ تر ۳۵ ميلي‌متره پورې د سپکو تر منځنیو بارانونو د ورېدو احتمال موجود وي او په دغو سیمو کې د احتمالي سېلابونو د رامنځته کېدو خطر شته.»

تېر کال هم سیلابونو او نورو طبیعي پېښو په افغانستان کې سلګونه کسان مړه کړل او لسګونه زره نور خلک یې زیانمن کړل.

بشري وضعیت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) همدغه راز په خپل میاشتني راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه معلومات خپاره کړي او ویلي دي چې په افغانستان کې دا مهال ۲۱.۹ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. په دغو کسانو کې ۱۱.۶ میلیون ماشومان دي.

یونیسف وایي چې تر پنځو کلونو کم عمر ۹۴۲ زره ماشومان به د شدیدې خوارځواکۍ له کبله درملنې ته اړتیا ولري. دغه اداره وايي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۴.۴ میلیون خلک عاجلو طبي مرستو ته هم اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویاندې اولګا څه موده مخکې امریکا غږ ته وویل چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو بشري کړکېچونو څخه دی او دا هېواد بشري مرستو ته اړتیا لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG