د لاس رسي وړ اتصالات

'کام ایر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته پروازونه پيل کړل'


د کام ایر هوایي شرکت الوتکه
د کام ایر هوایي شرکت الوتکه

د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت وايي چې د خوست له نړیوال هوايي‌ ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته پروازونه پیل شوي دي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت د یکشنبې په ورځ جون دویمه (غبرګولي ۱۳) په ایکس پاڼه کې د اعلامیې په خپرولو د دغو پروازونو د پیلیدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت لیکلي: "نن یکشنبه د کام ایر هوايي‌ شرکت د خوست له نړیوال هوايي‌ ډګر څخه دوبۍ ته خپل دوه طرفه پروازونه پیل کړل.“

د کام ایر هوايي‌ شرکت له دې وړاندې ویلي و چې له افغانستان څخه دوبۍ ته خپل پروازونه شمیر زیاتوي.

دغه شرکت له کابل او کندهار څخه دوبۍ ته په اونۍ کې اوه پروازونه درلودل او د خوست له هوايي‌ ډاګر څخه د پروازونو په پیلیدو سره اوس له افغانستان څخه دوبۍ ته په اونۍ کې ۹ پروازونه کېږي.

د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت د معلوماتو په اساس د کام ایر هوايي‌ شرکت به په اونۍ کې دوه ځل د یکشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه خوست ته او له خوست څخه دبۍ ته پروازونه وکړي.

یاد وزارت ویلي چې د دغو پروازونو په پیلیدو سره عربي‌ هیوادونو ته د سفر په برخه کې مسافرینو ته زیاتې اسانتیاوې برابرېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG