د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لوېدیځ کې سېلابونو ځاني‌ او مالي زیانونه اړولي


په هرات او بادغیس ولایتونو کې د تېرې پنجشنبې ماښام راپدېخوا د بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو د جمعې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې تر دامهاله په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو له ډلې د دوو ماشومانو په ګډون د اوو تنو جسدونه پیدا شوي دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالحمید مبارز همدارنګه وویل، چې د هرات ـ بادغیس د لویې لارې پر سر د مسافرینو ډک څلور موټرونه سېلابونو وړي چې تر دا مهاله یې ۱۰ مسافرین لا نه دي پیدا شوي.

ښاغلي مبارز زیاته کړه، چې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

پر همدې مهال د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ ته وویل، چې د دغه ولایت په لامان او قعله نو سیمه کې د سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.

ښاغلي‌ شهابي زیاته کړه:"سېلابونه په دومره اندازه شدید و چې په سیمه کې د خلکو ګڼ کورونه او زارعتي ځمکې له منځه وړي دي."

نوموړي زیاته کړه چې د ژغورنې ډلې کار کوي تر څو زیانمن شوي سیمې او کورنۍ مشخصي کړي.

ویل کېږي، چې سېلابونو د هرات ـ بادغیس ترمنځ لویه لار هم زیامنه کړې او د لامان په نوم سیمه کې دغه لویه لار د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغان چارواکو او بېلابېلو خیریه ټولنو د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې د ژمې په اوږدو کې د بارانونو او سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG