د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه سېلابونو یو ځل بیا ځاني او مالي زیانونه اړولي


د افغانستان په ځينو سیمو کې د تازه بارانونو او سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس تېره شپه د زابل ولایت په دوو ولسوالیو کې د سخت باران او را وتلو سېلابونو له امله شپږ کسان مړه شوي دي.

د زابل ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست نن د شنبې په ورځ جولای ۳۰ (زمري اتمه) ویلي چې له یادو کسانو څخه څلور تنه یې په ارغنداب او دوه تنه یې په دایچوپان کې مړه شوي دي.

ویل کیږې په زابل لایت کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ د عمومي شهرا سړک هم تخریب شوی چې له امله یې لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

بلخوا د زابل په ګاونډ غزني ولایت کې هم د راوتلو سېلابونو له امله ۱۰ طالب سرتیري مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حبیب الله مجاهد وايي، دغه پېښه وړمه شپه د یاد ولایت په مربوطاتو کې د سېلاب اوبو ته د طالب سرتیرو د موټر لوېدلو له امله رامنځته شوې ده.

د دې ترڅنګ ویل کیږی چې په غزني ولایت کې هم د وروستیو سېلابونو له امله د خلکو ګڼ کورونه نړیدلې او زیاتې زراعتي ځمکې او فصلونه یې تخریب کړي دي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو را وتلو له امله د کابل ـ کندهار لویه لار د تیرې ورځې راپدېخوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه چې نن شنبه بیرته پرانیستل شوه.

یاد وزارت ویلي: "د ورستیو سیلابونو له کبله په غزني ولایت کې یو شمیر پلونه او پلګوټي ویجاړ شوې دي."

له دې سره هم مهاله تیره شپه د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم د سخت باران او سېلابونو را وتلو راپور ورکړل شوی دی.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تیرې شپې سېلابونو له امله سلګونه کورونه نړېدلي دي.

د دوی په وینا طالب سرتیرو تېره شپه د خلکو مرستې ته ځانونه رسولي او ګڼ شمېر کسان یې د سېلاب له اوبو څخه ژغورلې دي.

طالب چارواکو د سپین بولدک په سېلابونو کې د ځاني زیان رسېدو په اړه څه نه دي ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله د مال او سر د پراخو زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG