د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او ننګرهار کې د کورنو نړېدو پېښو کې ۱۰ کسان مړه شوي


په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د بارانونو له امله د دوو کورنیو د خونو د چتونو لوېدو په پېښو کې ۱۰ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د باران موسسې مشر محمد حقبین نن پنجشنبه جولای ۲۸ (زمري شپږمه) وویل چې د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کې، د سختو بارانونو او سیلاب په نتیجه کې یو کور نړېدلی او ۶ کسان پکې مړه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په مړو شوو کسانو کې یوه مور او د هغې پنځه ماشومان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د کندهار ولایت د ژیړۍ، ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو په ځينو سیمو کې د سخت باران له امله د سېلابونو راوتلو راپورونه ورکړل شوي چې ویل کیږي خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې په ارغنداب او سپين بولدک ولسوالیو کې یو شمېر کورونه هم د سېلابونو له امله نړېدلي او د سپين بولدک ـ چمن دروازه هم د سېلابونو له امله تړل شوې ده.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په کندهار، ارزګان او زابل کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰۰ کسان اغېزمن شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، تیره شپه د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د خونې د چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن پنجشنبه ویلي چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په مامند داوني کلي کې د باران له امله رامنځته شوې ده.

د طالب چارواکو په وینا په په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پر همدې مهال ویل کیږي چې تیره شپه د خوست ولایت په ځينو سیمو کې هم د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت روانه اونۍ په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر روانه اونۍ وویل چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰۰ کسان اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG