د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د پاکستان سیلابونو کې څه باندې ۴۲۰زره افغان کډوال هم اغېزمن شوي


د پاکستان سېلاب ځپلې سیمه
د پاکستان سېلاب ځپلې سیمه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د پاکستان ځینو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د پاکستانیانو ترڅنګ په هغه هیواد کې مېشت څه باندې ۴۲۰زره افغان کډوال هم اغېزمن شوي دي. یاد سازمان ویلي چې له سېلابونو څخه اغېزمن افغان کډوال اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تېره اونۍ د پاکستان زیاتې برخې د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو شاهدانې وې، د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د یادو سېلابونو له امله څه باندې ۱۱۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون جمعه سپټمبر دوهمه (وږې ۱۱) ویلي چې دغه افغان کډوال په خیبر پښتونخوا، د سند او بلوچستان په ایالاتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې دوی په پاکستان کې سېلاب ځپلو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په هغه هیواد کې د سېلابونو له امله اغېزمن شوو افغانانو ته هم مرستې ورسوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس ۱.۳ میلیون افغان کډوال دا مهاله په پاکستان کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې وروستیو سېلابونو په پاکستان کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او همدرانګه طبیعي پېښو د دغه هیواد ۳۳ سلنه وګړي اغېزمن کړي دي.

یاد سازمان ویلي چې دوی له سېلاب ځپلو سره مرستې کړي او د خېمو په ګډون لومړني توکې او سامان الات یې ورته چمتو کړي دي.

پر همدې مهال یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي وايي، وروستیو سېلابونو له زیاتو ستونزو سره مخ کړي او په دغه هیواد کې مېشت افغان کډوال مرستو ته اړتیا لري.

۲۵۰ افغان کورنۍ چې د خیبر پښتونخوا ایالت د نوشهر په «خویشګي» سیمې کې مېشت دي، وايي چې وروستیو سېلابونو یې کورونه په بشپړه توګه نړولي او اوس مهال له سرپناه پرته ژوند کوي.

د بشیرې په نوم یوې افغان کډوالې چې په دغه کمپ کې ژوند کوي د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې په ډېرې بېوزلۍ کې ژوند کوي "موږ په ډېرې بېوزلۍ کې ژوند کوو، نه د څښلو لپاره پاکې اوبه لرو او نه هم زموږ سره په روغتیايي برخه کې کومه مرسته شوې ده. موږ هر څه ته اړتیا لرو ځکه زموږ هر څه سېلاب وړي دي."

اغلې بشیرې له افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې هغوی حتا د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو چمتو کولو توان نلري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان او پاکستان حکومت په دغه هیواد کې له سېلاب ځپلو سره د ۱۶۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG