د لاس رسي وړ اتصالات

د واورې له امله پر سالنګونو د بار وړونکو موټرو تګ بند شوی


د سالنګونو لویه لار
د سالنګونو لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي، له تېرو درې شپو او ورځو راپدېخوا په جنوبي او شمالي سالنګونو کې واوره او باران جریان لري، چې له امله په ځینو برخو کې د واورې ضخامت ۷۵ سانتي متر ته رسېږي.

دغه ریاست د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۶مه «تلې ۱۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د واورې اورېدو له امله پر دغه لار د لوی باروړونکو موټرو پر تګ راتګ موقتي بندیز لیګلی دی.

د دغه لارې د ساتنې او څارنۍ یوه مسؤل امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال هم واوره جریان لري، چې ممکن تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوام ولري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وایي، چې له تېرې شپې راپدېخوا د تندو بادونو او توپانونو له امله د سالنګونو اته کیلومتره سړک «یخ» وهلی دی چې له امله یې د لویو موټرو تګ راتګ پرې ستونزمن شوی دی.

دغه ریاست پر یاده لار له ټولو تلونکو موټر چلوونکو څخه غوښتي چې د تګ پر مهال ټول اړین وسایل او مواد له ځان سره ولري.

که څه هم د ژمي موسم را رسېدو ته لا څو میاشتې پاتې دي، خو سږکال تر وخت مخکې واورې پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې د تېرې وږې میاشتې پر لسمه هم د درنو بارانونو او سېلابونو را وتلو له امله په جنوبي سالنګ کې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو لویه لار اکثره وخت په ژمې کې د درندو واورو او توپانونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

روانه اونۍ د بامیانو او پروان او کابل جلال اباد ترمنځ غځېدلې لارې هم د بارانونو او سېلابونو له امله د لنډ مهال لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوي وې، چې بېرته پرانیستل شوې.

XS
SM
MD
LG