د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لویه لار د سېلابونو له امله په موقت ډول تړل شوې


سیلابونه تېره شپه دوې بجې را وتلي چې له امله يې دغه لویه لار هم یو څه تخریب شوې ده
سیلابونه تېره شپه دوې بجې را وتلي چې له امله يې دغه لویه لار هم یو څه تخریب شوې ده

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسؤلین وايي، تېره شپه ( سنبلې لسمه) د درنو بارانونو او سېلابونو را وتلو له امله په جنوبي سالنګ کې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسؤل عبدالبصیر حبیبي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې سیلابونه تېره شپه دوې بجې را وتلي چې له امله يې دغه لویه لار هم یو څه تخریب شوې ده.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، چې د سالنګونو څلور کیلومتره لار بېرته پاکولو ته اړتیا لري.

هغه وویل، چې د دغه لویې لارې د بېرته خلاصولو هڅې پيل شوي دي.

بلخوا سیمه ییز چارواکي وايي، چې سېلابونو په سیمه کې خلکو ته د سر او مال زیانونه هم اړولي، خو وايي، چې په دې اړه به کره معلومات وروسته خپاره شي.

همداشان د بارانونو سخت اورښت د پروان ولایت د جبل السراج په ولسوالۍ کې هم خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د جبل السراج ولسوال امریکا غږته وویل، چې د سخت باران وروسته د دغې ولسوالۍ د تاجکان په کلي کې د یوې ودانۍ د چت د پریوتلو له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې اکثره د پسرلي او مني په موسمونو کې سیلابونه راوځي، چې له امله یې د سیند په غاړو کې پرتو کلیو اوسیدونکو ته مالي او ځاني زیانونه رسیږي.

د ملګروملوتونو د خوراک د نړیوالې ادارې "ډبیلیو ایف پي" د یو راپور له مخې، چې د تیرې جمعې په ورځ یې خپور کړی ویلي، چې دغې ادارې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه تر تیرې میاشتې وروستیو پورې په افغانستان کې د ۱۵۰ زرو افغانانو سره، چې د سیلابونو له امله زیانن شوي وو، مرسته کړې ده.

"ډبیلیو ایف پي" ویلي، چې د افغانستان د دریو برخو څخه په دوو برخو کې په پسرلي کې د پرله پسې څو اونیو اورښت په لسګونه زره خلک زیانمن کړي وو، چې د دغې ادارې له خوا ورسره مرستې شوي دي.

XS
SM
MD
LG