د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې موسمي اورښت ۵۹ تنه مړه کړي


هندي چارواکي وايي، د تېرې یوې اونۍ راپدېخوا د دغه هېواد په شمال کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۹ تنه مړه شوي دي.

په هند کې له بېړنیو پېښو سره د مبارزې د مدیرت ادارې ویاند سندهایا کوریل ویلي، چې یاد کسان تر ډېره د کورنو د نړېدو، تالانده او برېښنا او سېلابونو کې د غرق کېدو له امله مړه شوي دي.

دغه هندي چارواکي ویلي، چې د تلفاتو زیاته برخه د هند د اتراپردیشت په ایالت کې رامنځته شوې ده.

لږ تر لږه څلورو تنو په دغو سېلابونو کې د مار چیچلو له امله ساه ورکړې ده.

چارواکي وايي، چې د دغه ایالت په ځینو برخو کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د اورښت حجم ۱۹ سانتي متره و.

د تېرې جون میاشتې راپدېخوا بیا تر دامهاله په هند، نیپال، او بنګله دېش کې د موسمي اورښتونو له امله ۳۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG