د لاس رسي وړ اتصالات

نوې څېړنه: نړۍ کې څه باندې ۱.۸ میلیارد خلک د سیلابونو له خطر سره مخامخ دي


په هند کې چارواکي وايي د وروستیو سیلابونو له کبله لسګونه کسان مړه شوي
په هند کې چارواکي وايي د وروستیو سیلابونو له کبله لسګونه کسان مړه شوي

یوه نوې مطالعه ښيي چې په نړۍ کې څه باندې ۱.۸ میلیون خلک د سیلابونو له خطر سره مخامخ دي.

دا نوې مطالعه وايي د سیلابونو له خطر سره مخامخ اکثریت خلک کم او متوسط عاید لرونکي دي او په اسیا کې ژوند کوي چې وايي په هرو لسو کې یې څلور بې وزله او غریب دي.

د سیلابونو ډېر خطر هغو خلکو ته دی چې یو ځل سیلاب ځپلي دي او بیا په خپلو پښو درېدلي نه دي.

د جرمني د جیوساینس د تحقیقاتو د مرکز غړی برونو میرز د دغې سروې په اړه وايي: «دا یوه معتبره مطالعه ده. ځکه چې د بې وزلۍ او سیلابونو ترمنځ اړیکه له پامه غورځول شوې ده.»

دا مطالعه د «نیچر کمیونېکېشن» په ژورنال کې خپره شوې ده چې د سیلابونو د خطر ارقام او معلومات یې د بې وزلۍ او نفوس د زیاتوالي له معلوماتو سره یو ځای کړي او څېړلي دي.

په دغې مطالعې کې هغه سیمي ارزول شوې دي چې په هرو سلو کلونو کې په کې په اوسط ډول یو ځل ۱۵ سانتي مېتره او یا تر هغې ژور سیلابونه راځي.

د دغې مطالعې له مخې د سیلابونو له خطر سره مخامخ څه باندې ۹۰ سلنه خلک په بې وزلو هېوادونو کې دي، نه په شتمنو هېوادونو کې. د سیلابونو له خطر سره مخامخ ۷۸۰ میلیون خلک د ورځې په څه کم ۵.۵ ډالرو ګوزاره او ژوند کوي.

د نوې مطالعې ارقام د سیلابونو په اړه د مخکنۍ مطالعې تر ارقامو لوړ دي. د تېرې یوې مطالعې په اساس، ۱.۳ میلیارده خلک به تر ۲۰۵۰ پورې د سیلابونو له خطر سره مخامخ وي. خو نوي ارقام د نویو ارقامو څخه ۵۰۰ میلیون کم دي.

د نوي مطالعې برابروونکي وايي چې دوی دقیق معلومات راټول کړي او ډېرې سیمې یې ارزولي دي. نوې مطالعه په اوسني وخت کې د سیلابونو د خطرونو په اړه معلومات وړاندې کوي او د اینده په اړه یې کومه ارزونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې سیلابونو یو شمېر کسان مړه، سلګونه کورونه یې وران ویجاړ کړي او زراعتي ځمکې یې خرابې کړي دي. افغانستان هم یو بې وزله هېواد بلل کېږي.

په همدې حال کې په پاکستان او هند کې سیلابونو سلګونه کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG