د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یو لوی طوفان خبرداری ورکړل شوی 


د امریکا د فلوریډا په ایالت کې خلک د یو لوی راتلونکي طوفان څخه د ژغورنې لپاره چمتوالی نیسي.

د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل په اساس، دا طوفان به د چهارشنبې په ورځ دغه ایالت ته رسېږي چې ممکن بارانونه هم ورسره مله وي.

د «ایدالیا» په نوم سمندري‌ طوفان د سه شنبې په ورځ په یو لوی زورور طوفان بدل شوی او په امریکا کې د طوفان ملي مرکز وايي چې د ورځې په اوږدو کې به نور هم تېز کېږي.

د فلورېډا ایالت د تامپا په ښار او خلیج ساحل کې د طوفان خبرداری خپور شوی دی.

د فلورېډا والي ران ډیسانتیس خبرداری ورکړی چې دا طوفان به «لوی اغیز» ولري او د دغه ایالت په ۴۶ ولسوالیو کې یې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

چارواکو په ۲۱ ولسوالیو کې خلک هڅولي دي چې د طوفان تر رسېدو مخکې ځانونه خوندي سیمو ته وباسي.

ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ له والي ډیسانتیس سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او په دغه ایالت کې یې د اضطراري حالت اعلان تائید کړ.

په فلورېډا کې د ملي ګارډ ۱۱۰۰ غړي چمتو کړل شوي چې د ضرورت په وخت کې د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.

د کیوبا په لویدیځ کې د «ایدالیا» طوفان له کبله سخت بارانونه او سیلابونه راووتل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG