د لاس رسي وړ اتصالات

زکام هرکال لسګونه زره امریکایان مړه کوي


افغان حکومت داسې شمېره نلري چې وښيي هرکال څومره کسان په زکام اخته کیږي او یا له دې کبله مري
افغان حکومت داسې شمېره نلري چې وښيي هرکال څومره کسان په زکام اخته کیږي او یا له دې کبله مري

تیر ژمي کې اتیا زره(۸۰۰۰۰) امریکایان موسمي زکام مړه کړل او سږکال هڅه کیږي چې د واکسین په مرسته د مړینې ټیټ شي.

په متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي انفلونزا او له انفلونزا څخه پېدا شویو مایکروبونو تېر ژمي شاوخوا ۸۰۰۰۰ کسان ووژل.

دا تر دې دمه د شمېر له پلوه تر ټولو ډېر کسان دي چې دغه ویروس یې په امریکا کې مړه کوي. د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي د ادارې ډاکټر رابرټ ریډفیلډ اسوشیتډپرس ته دا تازه شمېرې ورکړي دي.

د ونډربیلټ پوهنتون استاد ویلیم وویل چې دا شمېره خورا زیاته او د اټکل په خلاف دوه برابره ده. د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي اداره وايي چې په وروستیو کلونو کې د زکام او زکام سره تړلیو مایکروبونو له کبله په امریکا کې هرکال د ۱۲۰۰۰ او ۵۶۰۰۰ ترمنځ کسان مري، خو وروستۍ شمېره حیرانوونکې ده.

ډاکټران تېنګارکوي چې باید خلک د زکام واکسینونه وکړي. په امریکا کې د زکام موسم هرکال په ژمي کې د سپتمبر له میاشتې پیلیږي او تر فبروري پورې وي.

نړیوالې شمیرې

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول اداره وايي هرکال په نړۍ کې شاوخوا شپږ سوه زره انسانان د زکام او زکام سره تړلیو ناروغیو له کبله مري. دغه اداره وایي داکسان په بې وزلو هېوادونو کې ځکه ډېر دي چې د دغه وایروس د مخنیوي او کنترول امکانات کم دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې مني افغانستان کې هم ډېر خلک په زکام او له زکام سره تړلیو ناروغیو اخته کیږي او اخته دي، خو داسې ارقام نلري چې وښيي څومره کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د صحي معلوماتو د مدیریت او ارزونې مشر عطاالله سیدزي امریکا غږ ته وویل چې د زکام له کبله د مړو شویو کسانو دقیق او رسمی شمېرې نلري.

خو افغان حکومت تېرکال د حیواناتو د انفلونزا د خپریدو راپورونه خپاره کړل، لسګونه زره چرګوړي يې ووژل او په ځینو ولایتونو کې ګڼ فارمونه یې هم قرنطین کړل.

د نړۍ د روغتیا سازمان هم داسې کوم ارقام نه لري چې وښيي څومره کسان په افغانستان کې په زکام او د زکام په وایروس اخته دي او مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG