د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې سیلابونو شاوخوا ۳۰۲ تنه مړه کړي 


ژغورونکي د یو کس د ژغورلو هڅه کوي
ژغورونکي د یو کس د ژغورلو هڅه کوي

په چین کې چارواکي‌ وايي د تېرې میاشتې د پیل شویو سیلابونو له کبله تر دې دمه شاوخوا ۳۰۲ تنه مړه شوي ‌دي.

د مړو دا تازه شمېر تر مخکني‌ اعلان شوي شمېر ډېر زیات دی. چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې په سیلابونو کې ۹۹ کسان مړه شوي دي.

سیلابونو د چین د نورو سیمو په پرتله د «هېنان» ایالت په مرکز «ژېنګ ژو» کې ډېر خلک مړه کړي.

دغه ایالت د «زېړ سمندر» په اوږد کې دی چې د سیلابونو له کبله په کې شاوخوا ۲۹۲ تنه مړه شوي دي. څوارلس تنه د یو بل د نړېدو او ۳۹ تنه نور په یوې زېرزمینۍ کې مړه شوي‌ دي او لسګونه نور کسان ورک‌ دي.

چارواکي وايي په «ژېنګ ژو» کې په تېرو دریو ورځو کې د ۲۴.۳ انچ په اندازه بارانونه شوي دي‌ چې تقریبآ د د دغه ایالت د ټول کال د بارانونو له اندازې سره برابر دي.

د بارانونو او سیلابونو له کبله په دغه ایالت کې ترانسپورت او ډېر نور کارونه هم خراب شوي دي. دا ایالت یو صنعتي ایالت بلل کیږي.

د چین د چارواکو په وینا په دغو سیلابونو او بارانونو کې تر دې دمه د «هېنان» په ایالت کې ۱۸ میلیارد ډالر زیان اوښتی دی او څه باندې ۵۸۰۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکې هم زیانمنې شوي دي.

د چین دولتي اژانس سینهوا راپور ورکړی چې د دغه هېواد دولتي شورا ویلي‌ دي چې د زیانونو د معلومولو لپاره به یوه تحقیقاتي ډله ګماري او که معلومه شوه چارواکو ناغېړي کړې، حساب او کتاب به ورسره وشي.

XS
SM
MD
LG