د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د طالبانو د هدفي وژنو څلور کسیزه ډله نیول شوې ـ چارواکي


دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې نیول شوي
دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې نیول شوي

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د هدفي بریدونو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.

نوموړي نن یکشنبه فبروري ۱۴( سلواغې۲۶) خبریالانو ته وویل چې یادې ډلې د «قاري هجرت الله» په مشرۍ په یاد ولایت کې فعالیت کاوه.

هغه وویل چې دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي په وینا نیول شویو کسانو په هدفي وژنو، د ماینونو ځای پر ځای کولو، دولتي موټرو پسې د چسپکې ماینونو نښلولو او د دولتي کار کوونکو په نښه کولو کې لاس درلود.

نوموړي زیاته کړه: "پنځمې ناحيې اړوند نارنج باغ سيمه کې یې دوه تنه پوليس، دريمه ناحيې اړوند کولايي عربانو سیمه کې یې د ملي امنيت کارکوونکى، د سره رود ولسوالۍ د ګنډه چشمې په سيمه کې يو تن د ملي امنيت کارکوونکى، په یاده سیمه کې یې د مستوفيت د ارزيابۍ مدير، د معيوبينو شهرک نه پاس فاميلو چوک ته نږدې یې د ملي اردو يو تن سرباز او د څلورمې ناحيې اړوند د چپرهار زړه هډې په مربوطاتو کې د استيناف محکمې یو تن قاضي په شهادت رسولي وو."

د ننګرهار والي وویل چې د هدفي وژنو نیول شوې شبکې مشر قاري هجرت الله او غړو یې نور اغا، بادام ګل او ولایت خان پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

هغه وویل، د ملي امنیت ځواکونو همدا راز دوه تنه نور وسله وال طالبان هم د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیولي چې نیول شویو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په جلال اباد ښار کې په هدفي برید کې د مشرانو جرګې یو کار کوونکی او د یوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ننګرهار د چارواکو د نننیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG