د لاس رسي وړ اتصالات

بهرني ځواکونه د ننګرهار له اچین او هسکې‌مېنې ولسوالیو وتلي


د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ له مامند درې او هسکې مېنې ولسوالۍ څخه بهرني ځواکونه وتلي او سیمې یې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د پنجشنبې ورځ جولای ۲۳مه (زمري دویمه) امریکا غږ ته وویل چې بهرني ځواکونه دوه ورځې وړاندې د اچین مامند درې او هسکې مېنې له ولسوالۍ څخه وتلي دي.

نوموړی وايي چې بهرنیو ځواکونو دغه سیمې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

که څه هم د والي ویاند د اچین له مامند درې څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دوه ورځې مخکې یاد کړي، خو د اچین ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان خیر محمد امریکا غږ ته وویل چې د بهرني ځواکونه د مامند له درې یوه نیمه میاشت مخکې وتلي دي.

نوموړي وویل: "لومړی بهرنیان ووتل او له وړوکي اختر ورسته افغان ځانګړي ځواکونه هم ووتل خو په خپل دغه لوی مرکز کې یې هیڅ داسې څه نه دي پرېیښي چې استفاده ترې وشي".

نوموړی وايي چې د دغو ځواکونو له وتلو وروسته سیمه کې د طالبانو تحرکات زیات شوي او یوازې محلي پولیس هلته پوستې لري چې مقابله یې وکړي.

اچین ولسوالۍ کې د مامند دره د داعش تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېدو چې امریکايي ځواکونو پرې تر ټولو لوی بم هم وغورځوو.

د افغان او بهرنیو ځواکونو له عملیاتو وروسته داعش هلته ختم شول خو د ځايي اوسېدونکو په وینا اوس طالبانو په سیمه کې د جګړې لپاره نوي تحرکات پیل کړي دي.

د لسګونو طالبانو د وژل کېدو ادعا

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په خوږیاڼو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې لسګونه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د تېرې ورځې له مازیګر راهیسې د خوږیاڼو ولسوالۍ په قېلغو سیمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ شوې جګړه کې د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۳۱ طالب وسله وال وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

خوږیاڼي زیاته کړه په دغه مخامخ جنګ او توپچي بریدونو کې یو طالب وسله وال نیول شوی او د طالبانو تر لسو بېلابېل وسایط هم تخریب شوي دي.

د هغه پر وینا په دغو عملیاتو کې حکومتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG