د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني افغان دپلوماتان: د طالبانو پرېکړې د افغانانو په زیان او د ګاونډیو هېوادونو په ګټه دي


عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د طالبانو له لوري د مېرمنو پر کار بندیز ته په غبرګون کې یو شمېر پخواني افغان دپلوماتان وايي، طالبان د وسلې په زور پریکړې کوي او دا کار افغانستان نور هم منزوي ‌کوي چې ګټه یې پاکستان او ایران ته رسېږي.

طالبانو ددې میاشتې په پیل کې ښځې د ملګرو ملتونو سره له کار کولو منع کړې. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که طالبان خپله پرېکړه بدله نکړي، دغه سازمان به "زړه ماتوونکې" پریکړه وکړي او د مې په میاشت کې به له افغانستان څخه ووځي.

په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل وايي، طالبان غواړي‌ په لوی لاس افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته اړ کړي.

نوموړې زیاتوي: "د طالبانو مشرتابه او دا څو تنه شیخان چې دي، پر دوی شاید فشار، مشوره یا تشویق د همسایه ملک څخه کیږي."

په واشنګټن ډي سي کې پخوانی افغان دپلومات صفي الله دلاور وايي، طالبان د وسلې په زور پریکړې کوي او دا کار به افغانستان له "دایمي بدبختۍ" سره مخ کړي. نوموړی زیاتوي چې طالبانو ته د مالیې او ګمرکي عوایدو پیسې ور رواني دي او د افغانانو د ستونزو پروا نه لري.

یو شمېر شنونکي وايي، که ملګري ملتونه په افغانستان کې خپل ماموریت وځنډوي، افغانستان به له یو لوی بشري ناورین سره مخامخ شي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي: "دا کوم قدمونه چې دوی [طالبان] اخلي دا د دوی په ګټه نه دي، خپله پښه په تېشه وهي، موږ او تاسو ګورو چې افغانستان ښکاره د انزوا خوا ته ځي، د بدبختۍ خوا ته ځي‌ او دا بدبختي صرف د دوو مملکتونو په ګټه ده، ایران او پاکستان."

شنونکی صادق امیني وايي چې د طالبانو کړنې به افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړي. نوموړی زیاتوي: "دا د افغانستان د حذفولو پروسه ده‌ چې افغانستان منزوي شي، له سیاسي جغرافیې نه حذف شي، دا باید متوقف شي."

د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې،‌ د اسلامي همکاریو سازمان،‌ متحدو ایالتو او ګڼو نورو هیوادونو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د طالبانو له لوري د میرمنو پر کار بندیز غندلی دی.

طالبانو تر دا مهاله پدې اړه تبصره نه ده کړې. خو مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځينه کار کوونکو پر کار د بندیز له پرېکړې څخه دفاع کړې وه او ویلي یې و چې یاد بندیز د اسلامي قوانینو سره سم دی.

XS
SM
MD
LG