د لاس رسي وړ اتصالات

معترضو ښځو ایتلاف: طالبانو سره پرته د قید او شرط تعامل بحران زیاتوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف د طالبانو رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره د یو کنفرانس د جوړولو په باب د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې امینه محمد وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او په دې اړه یې وضاحت غوښتی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو د حکومت له بندیز څه باندې یوه اوونۍ وروسته د دغې ادارې د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د اپریل ۱۷ (حمل ۲۸) د امریکا د پرینسټون پوهنتون کې یو سیمنار ته ویلي چې ملګري‌ ملتونه غواړي د طالبانو د «رسمیت پېژندنې» په اړه د بحث لپاره یو کنفرانس جوړ کړي.

میرمن محمد له طالبانو سره په تعامل هم ټېنګار کړی دی. نوموړې ویلي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي او په دې اړه به خبرې وکړي.

د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف د چهارشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۹ (حمل ۳۰) په یوه اعلامیه کې د امینه محمد څرګندونو ته په غبرکون کې ویلي دي، چې طالبانو په تیرو نږدې دوو کلنو کې په ټولنه کې د ښځو د حذف او څنډې ته کولو لپاره شاوخوا څلویښت فرمانونه صادر کړي دي.

دغه ایتلاف طالبان په افغانستان کې په جنسیتي تبعیض تورن کړي او ویلي یې دي، چې دغې ډلې ښځې د کار، زده کړو او حتی په ازاد ډول د ګرځیدو څخه هم منع کړي دي.

د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف په اعلامیه کې ویل شوي: "د یوې داسې ډلې په رسمیت پیژندل، چې په افغانستان کې د خلکو د بشري حقونو څخه د پراخه سرغړونو مسولیت ور په غاړه دی، نه یوازې د افغان مېرمنو د وژلو د حکم په څېر دی، بلکې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او بحران د پراخېدو او د ملګروملتونو ټولنې اعتبار ته د بشري حقونو د ساتنې او رواجولو د یوې معتبرې او سترې ادارې په توګه زیان رسوي."

دغه ایتلاف د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې په څرګندونو باندې خواشیني ښودلې او په دې برخه کې یې د لازم وضاحت غوښتنه کړې ده.

د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف ویلي: "مونږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د طالبانو سره تعامل او پرته د قید اوشرط څخه خبرې پرته له دې، چې دغې ډلې ته جرات ورکړي بله هیڅ کومه پایله به ونه لري او یوازې په افغانستان کې به د بحران د پراخیدو سبب شي."

د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف په دې اعلامیه کې له نړۍ غوښتي، چې باید د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو د مقاومت په ځانګړي ډول د " افغانستان د زړورو ښځو مدني مقاومت" له پامه ونه غورځوي.

همداشان دغه ایتلاف ویلي، چې دوی د ملګروملتونو څخه تمه لري، چې دا ټولنه د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو څخه په کلکه ملاتړ وکړي او په څنګ کې یې ودریږي، ترڅو دا ډله د افغانانو ارادې، غوښتنو او د اوسیدونکو مدني حقونو منلو ته اړ شي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې په خپله وینا کې ویلي، چې هیله لري په راتلونکي کنفرانس کې د طالبانو د "رسمیت پېژندنې" په لوري "واړه ګامونه"پورته شي.

هغې زیاته کړه " ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهیږم [خو] دا بحث باید وشي. طالبان په څرګند ډول په رسمیت پیژندل غواړي او دا وسیله زموږ په لاس کې ده".

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

XS
SM
MD
LG