د لاس رسي وړ اتصالات

ساپکو: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي


جان ساپکو، د افغانستان د بیارغوني په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش
جان ساپکو، د افغانستان د بیارغوني په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش

د افغانستان د بیارغوني په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش جان ساپکو د چهار شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) امریکایي قانون جوړونکو ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ښایي طالبانو ته په لاس ورشي. هغه د بایډن حکومت د څیړنو په وړاندې د خنډ په رامنځ ته کیدو تورن کړ، هغه څه چې سپینې ماڼۍ رد کړي دي.

ښاغلي ساپکو چې د امریکا د استازو مجلس د څارنې کمیتې په استماعیه غونډه کې خبري کولې، وویل:" له بده مرغه، لکه څنګه چې نن دلته ناست یم، زه دې کمیتې او امریکایي مالیه ورکوونکو ته تضمین نشم ورکولی چې موږ اوس مهال طالبان نه تمویلوو."

د سیګار مشر همدارنګه قانون جوړوونکو ته وویل، دا اطمینان هم نشي ورکولی، هغه پیسې چې امریکا د نظر وړ کسانو ته استوي کوم چې د افغانستان بیوزلي خلک دي، طالبان یې نه ترلاسه کوي.

ساپکو په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د امریکا د استازو مجلس جمهوري‌ غوښتونکي چې اوس په مجلس کې اکثریت دي، هڅه کوي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د جنجالي وتلو د مدیریت په اړه د بایډن حکومت مسول وګڼي.

ساپکو وویل: "که هدف له افغانانو سره مرسته وي، موږ باید اغیزناکه څار ولرو څو ډاډ رامنځ ته شي چې پیسې یادو کسانو ته رسیږي نه یو شمیر طالبانو ته. غواړم یوازې ووایم ما کوم وږې طالب جنګیالی پر ټلویزیون لیدلی ندی."

خو ښاغلي ساپکو وویل پر ټلویزیون یې ډیر وږي افغان ماشومان لیدلي دي او له همدې امله متعجب دی چې دا ټولې مرستې چیرته ځي. نوموړي زیاته کړه طالبان ټول چاغ او خوشاله ښکاري.

له تحقیقاتو سره نه همکاري

ساپکو د کانګرس غړو ته د وینا پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا لپاره د متحدو ایالتونو اداره د هغه له تحقیقاتو سره په نه همکارۍ تورن کړل او دی اړ شو چې له کانګرس څخه د ضروري اسنادو په برخه کې مرسته وغواړي.

جمهوري غوښتونکي استازي ډیر ژر د ساپکو له انتقاداتو سره همغږي شول، حتی په کمیته کې یوه دیموکرات استازي، کیوسي امفومې، وویل د یادو اداراتو نه همکاري د تاسف وړ ده.

خو د سپینې مانۍ ویاندې کرن ژان پېیر وویل، حکومت د دواړو ګوندونو غړو او د هغوی همکارانو ته د زرګونو پاڼو اسنادو، شننو او پوښتنو ته د کتبي ځوابونو په ګډون په دوامدار ډول معلومات او تازه جزیات مهیا کړي دي.

سپینې ماڼۍ د استازو مجلس د څارنې د کمیټې له خوا دغه استماعیه غونډه د پام اړولو لپاره د جمهوري غوښتونکو یوه بله هڅه وبلله.

د استازو په مجلس کې دا استماعیه غونډه په داسې حال کې وشوه چې سپینې ماڼۍ یوه اوونۍ مخکې په ۱۲ پاڼو کې د یاد هیواد د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمیدو په تړاو د متحدو ایالتونو د سیاستونو په اړه د څېړنې خلاصه خپره کړه.

اسوشیټد پرس لیکلي، په خپرو شویو معلوماتو کې د بایډن حکومت د افغانستان د جګړې په تړاو د خپلو اقداماتو په اړه لږ مسولیت اخیستی او ادعا یې کړې چې د ولسمشر بایډن اختیارات د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړو له امله په "شدت محدود" شوي وو.

جمهوري غوښتونکي چې د افغانستان په اړه د بایډن مدیریت "ناورین" او د رهبري سخته ماته بولي، د حکومت پر څیړنه انتقاد کړی دی.

سپینې ماڼۍ تیره اوونۍ ددې څېړنې بشپړ راپور چې په لوړه کچه محرم مواد لري، په خصوصي ډول کانګرس ته وسپاره او تمه نه کیږي چې په علني ډول به خپور شي.

XS
SM
MD
LG