د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د ښځو په کار د طالبانو بندیز بد انتخاب ته مجبور کړي یو، عواقب به یې په غاړه وي


یوناما
یوناما

یوناما وايي چې په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز «بد انتخاب» ته مجبور کړې چې یا به د افغانانو سره مرسته او همکاري روانه ساتي او یا به د دغه سازمان منشور ته ژمن پاتې کيږي.

یوناما نن سه شنبه اپریل یولسمه (وري۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دې کار منفي عواقب به د طالبانو په غاړه وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت [یوناما] مشرې روزا اوتنبایوا وار دمخه په دغه هېواد کې د خپلو «چارو ارزونه» پیل کړې چې د اینده اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «دا باید څرګنده وي چې د افغانانو لپاره د دغه بحران د هر منفي عواقب مسئولیت به د طالب واکمنانو په غاړه وي.»

اعلامیه زیاتوي‌ چې په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز له پرېکړې وروسته دا سازمان «یو بد انتخاب» ته مجبور کړل شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکي رامز الاکبروف د طالبانو له دغه بندیز څخه وروسته فرانس پرس اژنس ته وویل چې د طالبانو دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده.

هغه وویل: «دا بیخي واضحه ده چې هېڅ مقام ملګرو ملتونو ته لارښوونه نشي کولای... چې څوک باید وګماري. موږ به [په دې برخه کې] استثنی ته قایل نه شو.»

ملګري ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکي لري.

طالبانو یوه اونۍ مخکې په ننګرهار ولایت کې د یوناما ولایتي دفتر ته د ښځینه کار کوونکو د تګ مخه ونیوله. د یوناما د بیان له مخې ملګرو ملتونو اړینې مشورې کړې او بېړني اقدامات به وکړي.

د یوناما په اعلامیې کې ټینګار شوی: «ملګري ملتونه به د امنيت شورا لخوا له ټاکل شوي ماموريت سره سم له واکمنو طالب چارواکو سره د امکان تر حده اصولي او رغنده ښکيلتيا ته دوام ورکړي.»

ملګرو ملتونو خپلو ښځینه او نارینه کار کوونکو ته امر کړی چې کارونو ته ولاړ نشي، خو وايي‌چې د یو لړ مهمو کارونو لپاره «محدوده او محاسبه شوې استثنا موجوده ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز پراخ غبرګونونه پارولي او ویلي یې دي چې دغه کار به په افغانستان کې اړمنو کورنیو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د مرستې رسولو چارې له ستونزو سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د «معترضو ښځو غورځنګونو​ ایتلاف» په ملګرو ملتونو باندې کلک انتقاد کړی چې نه دی توانېدلی په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو له حقوقو څخه هم دفاع وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان د حیاتي مرستو د رسولو لپاره د ښځو موجودیت ضرور ګڼلی او ویلي دي چې که طالبان دا پرېکړه بدله نکړي، د دغه سازمان د مرستو رسولو توان به کمزوری شي.

XS
SM
MD
LG