د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوریت د وروستي قاضي القضات مړینې ته غبرګونونه


د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام وروستی قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانون پوه سید یوسف حلیم د هیواد څخه بهر مړ شوی.

ویل کیږي چې ښاغلی حلیم د عربي متحده اماراتو د کډوالو په یو کمپ کې مړ شوی چې هغه افغانان پکې ژوند کوِ چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د تخلیې په بهیر کې ایستل شوي.

د افغانستان د سترې محکمې د دې پخواني چارواکي د مړینې د علت په هکله تر اوسه په مطبوعاتو کې څه ندي ویل شوي.

مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښاغلي حلیم مړینه د افغاستان لپاره لویه ضایعه بللې.

ښاغلي غني پدې هکله په فیس بوک کې لیکلي، "ارواښاد یوسف حلیم د افغانستان په بېلابېلو دورو کې په ډېر صداقت او ایماندارۍ دنده ترسره کړه او د افغانستان د قوانینو په تقنین او د عدلي او قضايي سکتور په اصلاح کې یې ډېره لویه ونډه درلوده، د ده ناڅاپي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه بولم، د ده کورنۍ او دوستانو ته د زړه له تله تسلیت وړاندې کوم او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د جنت فردوس دعا کوم."

محمد اشرف غنی ښاغلی سید یوسف حلیم په ۱۳۹۴ کال کې د سترې محکمې د غړی په توګه د لوړې د ورکولو وروسته هغه د یو فرمان په ترڅ کې د افغانستان د نوي قاضي القضات په توګه وټاکه .

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخلیوال هم د ښاغلي حلیم په مړینې خفګان ښودلی او هغه یې "دروند او زړه سواند" شخص بللی.

زاخلیوال په ټویټر کې لیکلي، " په خواشینۍ سره خبر شوم چې ښاغلی محمد یوسف حلیم، دسترې محکمې پخوانی ریس له هېواد څخه بهر د ورپیښې ناروغۍ لکبله په حق رسېدلی-انا لله و انا الیه راجعون! مرحوم لکه نوم یې حلیم، دروند او زړه سواند شخص ؤ. هسک څښتن (ج) دې مرحوم حلیم ته مغفرت او درنې کورنۍ ته دې یې د جمیل صبر ورکړي. "

ښاغلی سید یوسف حلیم د ننګرهار په ولایت کې زیږدلی دی.

هغه په ۱۳۵۹ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي یې د لیسانس سند واخیست او بیا وروسته یې په کابل کې د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون د افغانستان د څانګۍ څخه د ځانګړو زده کړو سند هم ترلاسه کړ.

ښاغلي حلیم د عیدلیې په وزارت کې د تقنین د رئیس په حیث د اتو کلونو د کار ترڅنګ ددغه وزارت د ادارې او مسلکي معین په توګه هم دندې ترسره کړې.

XS
SM
MD
LG