د لاس رسي وړ اتصالات

غني د کابل او ورڅېرمه ولایتونو د امنیت نوی پلان منظور کړ 


په ارګ کې د غونډې تصویر
په ارګ کې د غونډې تصویر

جمهوري ریاست وایي چې د دفاع وزارت لوی درستیز د کابل او ورڅېرمه ولایتونو د امنیت لپاره نوی پلان جوړ کړی دی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ولسمشر غني د شنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري۲۳)‌ دا پلان منظور کړ او «اړوند ارګان ته یې د تطبیق لپاره لازم هدایت ورکړي» دي.

ارګ د دغه پلان په اړه نور جزیات خپاره کړي‌ نه دي.

د کابل د امنیت په اړه په یو بل پرمختګ کې ولسمشر محمد اشرف غني ډګر جنرال سمیع سادات د کابل د امنیت عمومي مسوول ټاکلی دی او «ټولو دولتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې د کابل ولایت د امنیت د تأمین په خاطر له نوموړي سره همغږي او همکاري وکړي».

ښاغلی سادات تر دې مخکې په هلمند کې د پوځ مشر و او د راپورونو په اساس په لښکرګاه باندې یې د طالبانو د وروستیو بریدونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی و.

د ارګ اعلامیه وايي چې د کابل او ورڅېرمه ولایتونو د امنیت ساتنې د پلان وړاندې کولو په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ قومندان جنرال پیت واسلې هم و. وايي چې هغه د افغان وسله وال پوځ سره د امریکا د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.

د ارګ په ټویټر کې د دغې مجلس په خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کیږي چې د امریکا سفارت شارژدافیر هم ناست دی، خو د مجلس په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

دا پرمختګونه داسې مهال کیږي چې د راپورونو په اساس کابل ته ورڅېرمه ولایت لوګر هم طالبانو ته پرېښودل شوی دی.

طالبانو دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ولایتونه او یا یې مرکزونه نیولي دي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر جهادي او سیاسي مشرانو سره له ملاقات وروسته پرېکړه کړې ده چې د مذاکراتو لپاره دې یو باصلاحیته ډله وټاکل شي. ارګ نه وايي چې دا ډله به د طالبانو سره مذاکرات کوي که له بل چا سره. دا مهال له طالبانو سره د خبرو لپاره د مصالحې عالي شورا هم شته او د اسلامي جمهوریت پلاوی هم شته.

ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه اګست ۱۴ (زمری۲۳) په یو ویدیويي پیغام کې وویل چې په هیواد کې د لا زیات تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې سلا مشورې پيل کړي دي او پایلې به یې ژر اعلان کړي.

اخوا امریکا او ځینو نورو هېوادونو افغانستان ته زرګونه سرتېري استولي دي‌ او وايي چې دا کار یې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د اېستلو لپاره کړی دی.

XS
SM
MD
LG