د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ځان د امریکا د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړ


د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ 
د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ 

د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ماښام نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په رسمي توګه ځان د یاد هیواد د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړ.

ښاغلي ټرمپ چې په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځای پام بیچ کې خبري کې وویل:" ددې لپاره چې امریکا یوځل بیا خپل پخواني عظمت ته ستنه کړو، نن د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست ټاکنو کې په خپله نامزادي اعلانوم."

د ټرمپ د وینا ډیره برخه د اوسني ولسمشر جوبایډن پر کارونو په نیوکو او د خپلې دورې په بریاوو متمرکزه وه. دونالډ ټرمپ وویل:" دوه کاله مخکې موږ لوی ملت وو او ډیر ژر به بیا لوی ملت شو."

نوموړي دقیقا د امریکا د منځمهاله ټاکنو یوه اوونۍ وروسته چې له ملاتړ څخه یې یو شمیر برخمنو کاندیدانو کمزورې پایلې درلودې، خپله کاندیداتوري اعلان کړه.

ټرمپ هیله من وو چې د هغه له ملاتړ څخه برخمن کاندیدان به بریالي شي څو له دې بریا څخه په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید په توګه د ځان لپاره کار واخلي. خو جمهوري غوښتونکي اوس د تیرې اوونۍ په منځمهاله ټاکنو کې د ملامتیا بار چې له امله یې دموکراتانو پر سنا مجلس خپل کنټرول بیا ترلاسه کړ، د ټرمپ پر غاړه اچوي.

خو ټرمپ بیا د تیرې اوونۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د ماتې مسولیت په سنا کې د جمهوري غوښتونکو په مشر مچ مککانل اچوي.

بلخوا یو شمیر جمهوري غوښتونکي نیوکه کوي چې ټرمپ په پنسلوانیا او اریزونا ایالتونو کې له هغو کاندیدانو ملاتړ وکړ چې ډیر مجبوبیت نلري او یا یې هم د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د درغلیو او یا هم د سقط جنین په اړه د هغه له سخت دریځ څخه ملاتړ کړی دی.

ټرمپ د امریکا یوازینی جمهور رئیس دی چې د خپل کار په دوران کې دوه ځله استیضاح شو او همدارنګه هغه کس دی چې پلویانو یې د هغه د کار د پای په ورځو کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه نیټه د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ. ټرمپ همدارنګه خپل شخصي استوګنځای ته د سل ګونو محرمو دولتي اسناد د لیږد له امله تر څیړنو لاندې دی.

د امریکا ډیری ولسمشران په دوو پرله پسې پړاوونو کې د یاد هیواد مشري کړې ده خو د امریکا په تاریخ کې یوازې یو کس ګروفر کفلنډ په دوو متفاوتو او بیلو کلونو ۱۸۸۴ او ۱۸۹۲ کلونو کې د متحدو ایالتونو ولسمشر پاتې شوی دی.

که ۷۶ کلن ټرمپ د خپل ګوند په ټاکنو کې د وروستي کاندید په توګه پاتې شي، ښایي یو ځل بیا له جوبایډن سره مخ شي.

بایډڼ ډیر ژر د ۸۰ کالو کیږي او ویل کیږي چې غواړي د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ځان بیا کاندید کړي.

XS
SM
MD
LG