د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د پنځو کالو لپاره په ټاکنو کې له برخه اخیستو منع شو 


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ ددې هیواد د انتخاباتو د کمیسیون د یو حکم په بنسټ د پنځو کلونو لپاره سیاسي څوکۍ ته له کاندید کیدو څخه بې برخې شو.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي چې ښاغلي خان د واک پر مهال له بهرنیو مشرانو څخه د ډالیو د ترلاسه کولو په اړه مقاماتو ته غلط معلومات ورکړي.

دا پریکړه د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې وروستۍ پیچلتیا ده چې حتی په اپریل میاشت کې د ښاغلي خان د ګوښه کولو دمخه پیل شوی ده. دا قانوني مبارزه د نړیوال کرکټ د پخوانی ستوري او د هغه د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند لخوا د څو قانوني مبارزو له جملې څخه ده.

د عمران خان په لسګونو پلویانو پر هغو موټرو بریدونه کړي چې د حکم له صادریدو وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د مرکزي دفتر څخه وتل او پولیسو د ښاغلي خان یو امنیتي ساتونکی وروسته له هغه ونیو چې هغه په ځمکه ډزې وکړې.

په ختیځ ښار لاهور کې د هغه پلویانو یو شمېر سړکونه بند کړي، په داسې حال کې چې په فیصل اباد کې یې د ټرافیکو د بندولو لپاره ټایرونه سوځولي دي.

د اسلام آباد پولیسو په ټویټر لیکلي چې په پلازمینه اسلام اباد کې "په لوړه کچه امنیتي خبرداری" ورکړل شوی.

د عمران خان یو وکیل ګوهر خان، فرانس پرس ته وویل "د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون خان په فساد کې ښکیل ګڼلی دی." هغه زیاته کړه چې هغه د پنځو کلونو لپاره منع شوی دی: "موږ همدا اوس د اسلام اباد په عالي محکمه کې دا حکم ننګوو."

د پاکستان محاکم اکثرا وکیلان په اوږدو مقدمو کې ګیر کوي چې د حقونو څارونکي یې د سیاسي اپوزیسیون د خاموشه کولو هڅه بولي. خو پدې قضیه کې د [انتخاباتو] کمیسیون ښکیلتیا د انتخاب شویو چارواکو مکلفیت ته ګوته نیسي چې خپلې ټولې شتمنۍ باید په ډاګه کړي.

دا قضیه د "توشاخانه" په نوم په یوې دولتي ادارې باندې تمرکز لري چې د مغلو د دورې "د خزانې محل" ته اشاره کوي چې د نیمې وچې شاهي واکمنانو په کې خپلې ترلاسه کړې ډالۍ ذخیره او نندارې ته ایښولې.

حکومتي چارواکي باید ټولې ډالۍ په ډاګه کړي، خو اجازه لري چې د یو ټاکلي ارزښت څخه ټیټې ډالۍ د ځان لپاره وساتي.

ډیر قیمتي توکي باید "توشاخانې" ته ورکړل شي، خو په ځینو مواردو کې ترلاسه کوونکی کولی شي دغه ډالۍ د هغه د ارزښت څخه په شاوخوا ۵۰ سلنه بیه ترلاسه کړي.

پاکستاني ورځپاڼو د میاشتو راهیسې په زړه پورې کیسې خپرې کړې چې ښاغلي خان او د هغه میرمن په بهر کې د سفرونو په ترڅ کې د ملیونونو په ارزښت قیمتي ډالۍ ترلاسه کړې چې په کې لوکس ساعتونه، ګاڼې، ډیزاین شوي لاسي بکسونه او عطرونه شامل دي.

عمران خان ویلي دي چې هغه د ملي امنیت په دلیلونو ځینې ډالۍ نه دي ثبت کړي، خو په لیکلې بڼه یې اعتراف کړی چې د نږدې ۲۲ میلیونه روپیو (سل زرو ډالرو) په ارزښت توکي یې اخیستي او وروسته یې په دوه چنده زیات پلورلي دي.

XS
SM
MD
LG